د کونړ ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه

د کونړ ولایت مانوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې نن سهار څلور بجې وسله والو مخالفینو د عامه نظم پولیسو د دوهمې لوا پر یوه پوسته برید ترسره کړ، چې د دواړو لوریو ترمنځ نږدې څلور ساعته جګړه وشوه.

پدغه جګړه کې شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، چې د وژل شویو درې تنو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي.

دغه راز د جګړې پرمهال درې د عامه نظم پولیس شهیدان شوی او دوه نور سطحي ټپیان دي، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

غلام الله حبیبي

د عامه نظم د دوهمې لوا مطبوعاتي مسئول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *