نیټه ۲۹/  ۱۱/ ۱۳۹۷

د کونړ کرنې ریاست،بزګرانو  او سوداګرو له لوري د بازار موندنې په پار د کورني تولیداتو او  لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون جوړشوی و چې د کونړ والي سربېره پکې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور لسګونو مسوولینو برخه اخیستې وه .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي دنندارتون جوړیدو موخه یې د مرکزي حکومت او ملي سوداګرو توجه راجلبول دي ،چې پرمټ به یې د کونړ تولیداتو ته سیمه ییز او نړیوال مارکېټ پیدا کړي .

 کونړ والي وویل چې د کونړ چارمغز-غوزان،مالټه،نارنج ،لیمو ،طبي بوټي او لاسي صنایع د کېفیت له پلوه ښه نوم لري او نړیوال مارکېټ ته لاره پیداکول به یې د خلکو  په اقتصادي وده کې د پام وړل رول ولوبوي .

د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل د چار مغزو او سټرو سو ترویج لپاره یې ګټور پروګرامونه پیل کړي او سږکال به سلګونه جرېبه ځمکه کې د چارمغزو او مالټو زرګونه نیالګي کېنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *