عکاس: جمال تره کی

د چنګاښ، سرطان  ۲۴  مه  ۱۳۹۸

 خبریال: رفیع الله مندوخېل (اسلام اباد) د بلوچستان ايالت د مرکز کوټې په ډيګاري نومي سيمه کې د سکرو ډبرو په کان کې د اور لګېدو په پېښه کې  يوولس کان کيندونکي مړه شوي، خو مړي يې لاهم  له کان څخه  نه  دي راايستل شوي.

مړه شوي کان کيندونکي د افغانستان د ميدان وردګ  ولايت اوسېدونکي دي چې دلته د مزدورۍ لپاره راغلي وو.

د يادي سيمې د سکرو ډبرو د کانونو د يوه قراردادي شرکت مشر حاجي اسماعيل ساتيکزي رسنيو ته ويلي، په کان کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی چې بيا وروسته کان پرېوتی دی.

د ساتيکزي په خبره له تېرو څو ساعتونو راهيسې د مړه شويو کان کيندونکو د راايستلو لپاره هڅې روانې دي، خو لاهم کارکوونکي نه دي بريالي شوي چې د کان کيندونکو مړي له کان څخه راوباسي.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال اړونده چارواکيو ته  امر کړی چې د کان کيندونکو د راايستلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

بلوچستان په بېلابېلوغرنيو سيمو کې د سکرو ډبرو ډېرې زياتې زېرمې لري. د ايالت په څماولنګ، هرنايي، سورينج، مارواړ او دکۍ سیمو کې شاوخوا نوي زره  کان کيندونکي په کانونو کې کار کوي. په کان کيندونکو کې يو شمېر د افغانانو او زيات شمېر يې د سوات د شانګلې د اوسېدونکو دی.

د حکومت د نه پاملرنې له امله په وار وار دغه ډول پېښي کېږي او تراوسه په سلګونه کان کيندونکو خپل ژوند بایللی دی.

په بلوچستان کې د کان کيندونکو اتحاديه وايي، د بې کارۍ د کچې د لوړېدا او د اقتصادي ستونزو له امله  ځوانان دې مرګوني کار ته مخه کوي. که له يوې خوا د کان کيندونکو د ژوند د ژغورلو لپاره د حکومت له خوا ګامونه نه دي اخیستل شوي خو بل خوا ته د مړو شویو  کان کيندونکو له کورنیو سره هم مرسته نه کېږي.

د پاکستان د کان کيندونکیو مرکزي اتحاديه وايي، هر کال په دې هيواد کې له  سلو تر دوه سوه پورې کان کيندونکي د کار پرمهال له ژونده بې برخې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *