خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د سلواغه، دلوه ۱۵ مه ۱۳۹۸) د بلوچستان اعلی وزير جام کمال علياني د سې شنبې په ورځ په کوټه کې د سرطان د ناروغانو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړولو پرانيسته وکړه. به دې روغتون کې به د ايالت د ناروغانوترڅنګ د افغانستان د جنوبي ولايتونو ناروغان هم تداوي کېږي.
پرانيستونکې غونډې ته د وينا پرمهال اعلی وزير وویل چې په ايالت کې د سرطان د ناروغانو د شمېر زیاتوالي او د ناروغانوستونزو ته په پام د سرطان د ځانګړي روغتون د جوړولو پرېکړه وکړه.
دا په بلوچستان کې د سرطان د درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی چې د کوټې په شېخ زايد روغتون کې د شاوخوا يو ميليارډ روپیو په لګښت جوړېږي.
جام کمال زياته کړې، ياد روغتون په ايالت کې د سرطان د ناروغانو او د ايالت د اوسېدونکو لپاره يو سوغات دی چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
په کوټه کې د سرطان د ناروغانو لپاره د جوړشوي مرکز مسوولان وايي، په بلوچستان کې په تېرو کلونو کې زرګونه په سرطان اخته ناروغان تداوي شوي او په کې يوشمېر د افغانستان د جنوبي ولايتونو ناروغان وو چې د درملنې په موخه دلته راغلي او د کوټې په بولان روغتون کې يې په وړيا توګه درملنه شوې ده.
په ايالت کې د ناروغانو شمېر ورځ تربلې مخ په زياتېدو دی. په بلوچستان کې د يوې احصايې له مخې تر ۲۰۱۷ م کال پورې په سرطان د اخته ناروغانو شمېر لس زرهو ته رسېده.
د پاکستان روغتيايي چارواکي وايي، چې په دې هيواد کې هرکال شاوخوا اته څلوېشت زره کسان د سرطان ناروغۍ له امله له ژونده بې برخې کېږي. په ناروغانو کې زيات شمېر د مېرمنو هم دی چې په لري پرتو کليوالو سيمو کې ژوند کوي او د نورو اسانتياوود نشتوالي ترڅنګ روغتيايي مرکزونو ته هم لاس رسی نه لري.