تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د وسله والو طالبانو یو جګپوړی قومندان، چې د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې ویشتل شوی و، د جمعې په ورځ په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.

د طالبانو قومندان او د کوټې شورا د جلب و جذب مسوول نورالله هوتک د پنجشنبې په ماسپښین د نامعلومو وسله والو په ډزو د بلوچستان په مرکز کوټه کې ووژل شو.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه قومندان ورته وویل چې د هوتک مړی افغانستان ته ولېږل شو.

تراوسه پوري د نوموړي د وژلو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور پر اساس طالبانو د افغانستان ملي امنیت د نوموړي په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو یوه قومندان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:«موږ باوري یوو چې په دې پېښه کې د افغانستان د حکومت او د هغه د استخباراتي ایجنټانو لاس دی، دوی تر دې مخکې هم ورته بریدونه کړي دي.»

په زابل کې قومي مشرانو هم تایید کړه چې د طالبانو مشر نور الله هوتک، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم مهم قومندان و، وژل شوی دی.

افغان چارواکو ویلي چې هوتک د طالبانو فعال قومندان او د کوټې شورا غړی و خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

نور الله هوتک سږ کال درېم جګپوړی طالب قومندان دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

دوې میاشتې پخوا (د نومبر لسمه) د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې ووژل شو.

د نومبر په یوویشتمه د حقاني شبکې یو بل مشر مولوي احمد جان په هنګو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

One thought on “په کوټه کې د طالبانو د شورا وژل شوی غړی خاورو ته وسپارل شو”
  1. دی ته وایی د غلامی او ذلالت انتها. ټول عمر یی مور(خاوره) په پنجابیانو خرڅوله اوس چی مردار یی کړ نو د بادار په خاوره کی ورته ځای هم نه وه. غم مه کوه چا چی ددی مور سره خیانت کړی دی مور ورته خپله غیږ کی د مرګ نه روسته هم ځای نه دی ورکړی. ستا دا مردار خاک به هم څوک له سوټو ډکوی که خیر وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *