تاند –  تاند ته د طالبانو باوري سرچینو ویلي چې په کوټه کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې غړیو غونډه جوړه کړې ده او د ملا محمد رسول ډلې یو شمیر استازي هغوی ته استولي دي څو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو پر سر خبرې وشي. ځیني نورې طالب سرچینې بیا وایي چې طالبان د اسلام اباد د غونډې په اړه سره سلامشوره کوي.

ټاکل شوې ده چې د جنوري په یوولسمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د متحد ایالتونو استازي غونډه وکړي او له طالبانو سره د سولې پر مسلې خبرې وکړي. افغان لوری ټینګار کوي چې پاکستان دې هغه طالبان له خپلې خاورې وشړي یا دې وځپي چې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

د ملا محمد رسول د ډلې استازي بیا په دې هیله کوټې ته ورغلي دي چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات هوار شي، خو یوې موثقې سرچینې تاند ته وویل چې تر اوسه دغه استازي له ملا اختر محمد منصور سره چا نه دې مخامخ کړي او د ملا محمد رسول د ډلې دا شکونه له دې سره زیات شوي دي چې ملا اختر اختر محمد منصور ژوندی نه دی.

که چیرته له طالبانو سره د سولې د خبرو په درشل کې یو ځل بیا د طالبانو د مشر د مړینې خبرونه خپاره شي، نو ښایي له دې سره د سولې خبرې یو وار بیا اغیزمنې شي.

ځیني څیړونکي په دې باور دي چې دا ځل د سولې خبرې تر ډیره له دې سره ارتباط لري چې چین او امریکا د دې خبرو څه ډول ضمانت کوي که چیرته پیکنګ او واشنګتن د کابل دا وړاندیز تایید کړي چې له هغو طالبانو سره دې اسلام اباد عملي مبارزه وکړي چې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي نو ډیر احتمال شته چې دا ځل د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په کتنه کې د افغانستان یوه اساسي غوښتنه همدا وه.

2 thoughts on “په کوټه کې د طالبانو غونډه روانه ده”
  1. طالبانو نه وایو د الله خاطر ورکی دا خپل خلک د پریود لپاره مه وژنی. نور دا غلامی پریژدی.

  2. مونگ خپل مفسدین د الله د رضا په خاطر وژنو دوی دی اسلامی نظام عملی کڑی مونگ یی غلامان یو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *