تاند- د پاکستان حکومت د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره د ښځو پر چادرۍ او مخ پټولو بندیز لګولی دی.
پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو له چادرۍ او بورقې څخه په استفادې هدفي بریدونه کوي ځکه دوی مجبوره شوي چې لږترلږه د یوې اوونۍ په مخه د مخ پر پټولو بندیز ولګوي.
پولیسو ته ویل شوي چې د ښار په کوڅو او واټونو کې چادري لرونکې ښځې پرېنږدي.
په افغانستان کې هم د دولت وسله والو مخالفانو په ځلونو له چادرۍ او د ښځو له جامو څخه په استفادې پر امنیتي ځواکونو او نورو هدفونو بریدونه کړي چې په ځینو مواردو کې نیول شوي هم دي.
په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو ترڅنګ پاکستاني طالبان او د هغو خواخوږې شیعه ضد ډلې لکه سپاه صحابه، لشکر جنګوي او جندالله هم فعالیت کوي.
ویل کېږي چې له ښځینه جامو څخه عموماً سختدریځې مذهبي ډلې د نورو فرقو د غړیو د ترور کولو لپاره کار اخلي.
Chirta di os da pakistan munafiqan mulaian wali jihad na alanawe ka da kar Afghan hokomat kari way no bahana jorawa
فضل الرحمن صاحب، مفتیان او نور ملایان چه افغانستان کی یی د جهاد فتوا ورکوله هغوی اوس چیری دی؟