تاند- د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د ماشومانو د واکسیناسیون یوه کلینیک یا درملځي ته نژدې په چاودنه کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د کوټې د کمشینر مرستیال وايي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او اکثره وژل شوي کسان هغه پولیس دي چې د واکسینرانو د امنیت مسوولیت یې درلود.

په دې چاودنه کې تر ۲۵ زیات کسان ټپیان شوي هم دي او چارواکي وايي چې ځیني ټپیان مرګي حاله دي.

په وژل شویو کسانو کې ۱۳ پولیس او ۲ ملېشه دي.

امنیتي چارواکي وايي، داسي ښکاري چې حمله انتحاري وه. په دې برید کې د پولیسو دوه موټرونه، یوه رکشا او ۴ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

په پاکستان کې متحجرې ډلې د ماشومانو له واکسین سره کلک مخالفت کوي. له ۲۰۱۲ م کال څخه تراوسه پوري په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۸۰ واکسینران وژل شوي دي.

چاودنه د سهار په لومړیو شېبو کې په داسي حال کې وشوه چې ډاکترانو کار ته تیاري نیوله.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې ختمه شوې نه ده.

تېر میلادي کال په پاکستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ ۳۰۴ تنه اخته شوي وو. د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ دومره قضیې نه دي لیدل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *