خبریال: رفېع الله مندوخېل (اسلام اباد)
د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه په چاودنه کې د پوليسو په شمول پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سېټلايټ ټاون سيمې پوليس وايي، چاودنه تېره شپه ناوخته د جومات مخ ته د پوليسو د ګزمې موټر ته څېرمه شوې، چې په نتيجه کې يې څلور پوليس سرتېري وژل شوي او د دوو پوليس سرتېرو په ګډون يوولس تنه نور ژوبل شوي دي.
د کوټې د پوليسو مرستیال مشر عبدالرزاق چيمه د پېښي په ځای کې رسنيو ته ویلي چې بم د سړک پر غاړه په ولاړ موټرسایکل کې اېښودل شوی و او د ريموټ په واسطه چاودول شوی دی.
د چاودنې ټپيان د کوټې سول روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. له چاودنې وروسته د پوليسو او ملېشه ځواکونو سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او شاوخوا تللې لارې يې د پياده خلکو او ترافيک پرمخ تړلې، څو د پېښې په اړه بشپړ مالومات رايوځای کړي. د بريد مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلی دی.
په روانه روژه مياشت کې دا په پاکستان کې څلورمه خونړې پېښه ده چې کېږي. د تېري چارشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې په انتحاري بريد کې پنځه پوليس سرتېري ووژل شول. له دې پېښې يوه ورځ وروسته افغان پولې ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې يو قبايلي مشر له خپل ساتونکي سره وژل شوی و. او دوې ورځې وړاندې په صنعتي ښار ګوادر کې پر پنځه ستوري پرل کانټيننټل هوټل د وسله وال بريد په نتيجه کې د دې هيواد د سمندري ځواک د يو سرتېري په شمول پنځه تنه وژل شوي وو. د ګوادر د بريد مسووليت بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال سازمان منلی و.
تېره مياشت د بلوچستان د پوليسو مشر محسن حسن بټ په کوټه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و چې د تېرو لسو کلونو په موده کې په دې ايالت کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې نهه سوه پوليس سرتېري وژل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې په وژل شويو کې د پوليس سرتېرو ترڅنګ يو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، چې له تروريزم سره د مبارزې په جګړه کې او د دندې د ترسره کولو پر مهال يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بلوچستان کې پر پوليسو ترټولو خونړی بريد درې کاله وړاندې د پوليسو پر روزنيز مرکز و، چې په نتيجه کې يې شپېته پوليس سرتېري ووژل شول. بريد داسي مهال ترسره شو، کله چې وسله وال د پوليسو مرکز ته نیمه شپه ننوتل او نوي استخدام شوي پوليس سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.