ژباړه: احمد جاوید صدیقي –
داستاني ادبیاتو کې نه یواځې چې د روایت حرکت ته تر ډېره پام نه کېږي، بلکې ډيرې وختونه تر ډيره له پامه غورځول کیږي؛ خو په کیسه کې له حرکته منظور څه دی؟ د دې پوښتنې ځواب یو څه ستونزمن دی، د کیسه لیکنې د فنونو په بیان کې په کیسه لیکنه کې حرکت تر ټولو ستونزمنه برخه ده.
په کیسه او رومان کې تر ټولو مهمه برخه د روايت په اوږدو کې د حرکت شتون دی، حتی که کیسه د حرکت په شرایطو برابره هم وي له خپلو بنسټيزو برخو پرته هم کولی شي ښه کیسه وي، په دې شرط چې پیښې د کیسې د پلاټ یا طرحې طبيعي پایله وي.
مخکې له دې چې د حرکت مفهوم باندې خبرې وکړو، روایت چې د کیسې یوه اساسي برخه ده ورته اشاره کوو. په معاصرو داستاني ادبیاتو کې کیسې یواځې د مفهوم او پیغام د لیږد دنده نه لري، بلکې اوسمهال کیسه له دې زیاتې دندې پر غاړه لري،د کیسې ژبه باید ښه فضا رامنځته کړي، د کیسې د کرکټرونو هویت بیان کړي او باید ځای او موقعیت رامنځته کړي.
د کیسې کوم تعریف چې مخکې وړاندې شو دوه خبرې په کې دي: تعریف او حرکت، کیسه د حرکت تعریف نه ده، کیسه تعریف ده په حرکت کې، هغه پیښې چې په سترګو لیدل کیږي او په غوږونواوریدل کیږي؛ د کیسې په روایت کې د وینا په ډول لیږدول کیږي چې په همدې توګه یو جاري واقعیت په کیسه ییز واقعیت اوړي چې هم رښتیا دي او هم دروغ، رښتیا په دې ده چې لوستونکی هغه پیښه په ذهن کې انځوروي؛ خو دروغ په دې دي چې هغه یو کیسه ییز واقعیت دی نه عیني.
که اوریدل شوې پیښه په وینا کې هماغه ډول ولیږدول شي هېڅ داسې پېښه چې د کیسې په درد وخوري نه ده رامنځته شوي، ځکه وړاندې شوې مطلب بې حرکته دی او مړه جسم ته ورته دی، واقعیت هغه دی چې په انځوریزو او غږیزو عناصرو کې هیڅ داسې ځانګړنه نشته چې حرکت ولیږدوي.
له ډيرو به مو د شهنامې کیسې اوریدلې وي، که چیرې دغه کیسه د وینا په ډول وویل شي؛ زړه راښکون به ونه لري؛ خو هغه څوک چې کیسه کوي د تعریف پرمهال حرکتونه رامنځته کوي او همغدغه حرکتونه د هغه روایت ته ځان او زړه راښکونه ورکوي، دلته د نقال فن د لیکوال په درد نه خوري.
کیسه لیکوال باید وکولی شي چې حرکت یواځې د روایت له لارې رامنځته کړي،په کیسه کې دغه ډول حرکت څنګه رامنځته کیږي او څنګه حرکت د تعریف په متن کې رامنځته کیږي؟
په روایت کې د حرکت د رامنځته کیدو لپاره ځینو مرسته کوونکو توکو ته اړتیا ده، کیدای شي پاخه او تجربه لرونکو لیکوالانو ته داسې توکو موندل اسانه وي؛ خو له شک پرته چې له دغو توکو یو یې په روایت کې حرکت زیږوي چې هغه د لیکوال فن پورې تړاو لري.
د فعلونو کره او پر ځاى کارول: له فعلونو سمه او پر ځای ګټه اخیستنه تلوسه زیاتوي؛ خو که چیرې فعل په سمه توګه ونه کارول شي، بیا تلوسه له منځه وړي،تلوسه حرکت زیږوي او دغه حرکت په تعریف کې رامنځته کیږي.
احمدمحمود په خپل درې ټوکیزه رومان(مدار صفر درجه) کې د حرکت د رامنځته له تکتیک څخه استفاده کړې، د اصلي کړکټر کړنې یې له تلوسې ډکې او له یوې نوې تجربې یې ګټه اخیستې.
تیز باران ورید.اسمان په زوره غوریده.باران ور(دروازه) وتړله. د کوټې ګروپ یې بل کړ.د شهزادګۍ لیک یې لاس کې و.منقل خواته کښېناست. د چایو پیاله يې واخیسته. چای سوړ و.لیک ته یې وکتل او چای یې وڅښه.
لیک یې یو ځل بیا ولوست او بیرته یې جیب کې کیښود.سګرټ یې بل کړ.پاڅېد.د کوټې له کونجه یې پټو واخیست او پریووت.لاس کې یې سکرټ او منقل ته نږدې و. واوښت سګرټ یې ونه څکاوه او د منقل په ایرو کې یې واچاو.لاس یې په اوچلي کیښود.بیا پریوت.سکرټ یې د منقل له ایرو پورته کړ او ویې لګاوه.څو دوده یې ترې اوچت کړل او بیرته یې ګل کړاو ویده شو.
یوغږ یې تر غوږو شو.ښه یې غوږ ونیو.بیا یې له ایرو نیم سګرټ واخیست. ویې لګاوه اوټول یې وڅکاوه.ستوني کې یې لکه څه چې ونښتل شي.وټوخید.وټوخید.د کوټې دروازه خلاصه شوه.خواړه ورته را ورسیدل.باران یو ځل له ځایه پاڅید. راغلې!
پورته بیلګه کې، لیکوال په پوره جرئت او پوهې سره نږدې څلویښت فعله استعمال کړي دي.په پیل کې موقعیت او فضا انځوروي.د باران پرمهال د اسمان غورهار او باران ستايي.
وروسته د باران تلوسه، پرته له دې چې د هغه دننني احساس ته مستقیمه اشاره وکړي یواځې د روایت له بڼې او فعلونو ښکاري، کله چې مایده کوټې ته ننوځي لوستونکي ته د باران د تلوسې احساس ښکاري او اغیز پرې کوي.
دا ډول لیکل له کرکټرونو د لیکوال پیژندنې او د لیکوال وړتیا او ځیرکۍ پورې اړه لري،خو له فعلونو بې ځایه او ناسمه ګټه اخیستل کولی شي د لیکوال پر پيژندنې او شخصیت ناوړه اغیزې وکړي.
د روایت په متن کې مونولوګ: مونولوګ کولی شي حرکت رامنځته کړي. دلته یې یوه بیلګه وړاندې کوو:
د امرالله مور چې یواځنی زوی یې له ښاره باندې کار کوي، کله چې کورته راځي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي.مور يې هره ورځ ، هر چیرې چې وکولی شي ځي چې د امرالله درک معلوم کړي.
هرې خواته منډې وهي، هر څوک یې هرې خواته لیږي؛ خو اخر د امرالله یو ملګری خبر راوړي او وايي چې امراالله یې اعدام کړی او بیرته ځي، د امرالله مور اوس ناهیلې او شوک وهلې ده.
د امرالله د مور مونولوګ له لستوڼي د لاس ایستلو ټول فعلونه تداعي کوي که څه هم لیکوال دغه ټول جزیات نه تشریح کوي، د دغو ټولو جزیاتو تشریح په حرکت د تعریف لامل ګرځي نه د حرکت تعریف او کله چې د امرو مورله خوبه پاڅي؛ رامنځته شوي مصیبت باندې پوهیږي:
“مورې تا باندې یې رحم ونکړ؟ دوی ځان نه لري؟ سرکار عیدي زوی نه لري؟ لري یې خو! سرکار عیدي په تا دې لعنت وي!راځه تریاک وڅکوه.د شیرین میرمنې لاس درد کوي مورې!امراالله راحته دی! یو څه مې پیدا کړي! خپله درځم خبروم دې! خدای دې واخله سرکار عیدي! زوې مې دې وواژه، اه! په دار یې وځړولې مورې؟ د بختیاري په څير په دار تاو شوې؟ اوف! څه ووایم مورې؟ چاته ووایم؟ چیرته ووایم؟”
په دې مونولوګ کې د ژبې په وسیله حرکت ښودل کیږي.د زړې ښځې په دې مونولوګ کې فضا په ډېر زړه راښکون ډول جوړه شوې.په روایت کې د حرکت د رامنځته کیدو لارې محدودې او کمې نه دي او د کیسې د روایت په هره برخه کې د حرکت شتون حتمي دی،حرکت باید په هیڅ ډول په کیسه کې تعریف نشی، حرکت باید په روایت کې نغښتی او په داسې ډول وي چې روایت ژوندی وښيي.
د ناڅاپې پيښو او د کرکټر عصبي غبرګون ته ځانګړی پام او په لنډو جملو کې د کرکټر مونولوګ ، په پرله پسې ډول له فعلونو استفاده کول چې د تلوسې ښکارندويي کوي، په وروستي روایت کې د حرکت د رامنځته کېدو ښکارندوی دی،ځکه تلوسه خپله حرکت رامنځته کوي.
په ټولیزه توګه له ستاینو او فعلونو مناسبه ګټه اخیستنه او په دې شرط چې پر ځای وي د حرکت د رامنځته کېدو لامل ګرځي؛ خو له دې ځانګړنو بې ځایه ګټه اخیستل یواځې دا چې ستونزې رامنځته کړي، بله ګټه نه لري.