احمدجاوېد صديقي

  زه په يوه اداره کې د  سلاکار او د رسنيو برخو د استاد په توګه کار کوم، همداسې اوس په خپل دفتر کې د کمپيوټر شاته ناست یم چې د یو ښوونیز راپور د چمتو کولو لپاره  په افغانستان کې د امریکايی سرتېرو انځورونه پیدا کړم.

 د انځورونو د لټون پرمهال مې دوه بېلابېل انځورونه تر سترګو کېږي، یو داسې انځور چې امریکايي سرتېری یوه لرګینه دروازه په  پښه وهي او سپی ورته غاپي او یو بل امریکايي سرتېری افغان ماشومانو ته څه خوراکي توکي ورکوي.

  مخکې له دې چې خپل کار پیل کړم، یو ځل باندې وځم چې سګرټ و څکوم(اوس یې نه څکوم!) هلته یو شمېر امریکايي سرتېري چې د دوی پوځي اډه ده، د “د مريخيانو بريدونه” په نوم د جوړ شوي فلم په اړه خبري کوي او هرو درېیو جملو کې یوه ناموسي ښکنځله کوي.

   دري دیرش کاله وړاندې سوچ راځي؛ هغه وخت چې د شوروي سرې لښکرې له خپلو ډول ډول ټانکونو او وسلو سره د هرات په خاورینو سړکونو هاخوا دې خوا ګرځېدې. هغه مهال زه شپږ کلن وم او ماته خپل  لس کلن ورور چې په خپل اند ورته ځان ډېر پوه ښکاریده، زما ورور او د هغه ملګرو قسم کاوه چې روسي سرتېري هډوکي نه لري.

   اوس دوی له کومه پوه شوي وه چې هغوی هډوکي نه لري، کره نېټه مې په یاد نده خو تر دوو درېیو کلونو پورې په دې بوخت وم چې د دغې معما لپاره څنګه تیوري پیدا کړم چې که هډوکي نه لري څنګه کولی شي په لار ولاړ شي او څنګه کولی شي ودرېږي؟

    کله چې بیرته خپل دفتر ته راځم، تراوسه هم هغه انځور چې امریکايي سرتېری د خلکو دروازه په پښه وهي او له بیخه یې باسي او لېوه ډوله سپی چې غوښه ناک ښکاري، د ده په لورغاپي؛ دوه هغه  ماشومان چې د  یو بل په تنه له غټ امریکايی سرتیري شریني یا چاکلیت څه شي اخلي.

  دغه عناصر د یوه ماشوم د کیسې لومړنۍ فکر پیدا کوي چې قسم کوي د امریکايي ځواکونو وینې شنې دي.البته دا د جنجال لومړۍ برخې دي؛ هر کیسه په دې پړاو کې یو فکر دی چې کولی شو هغه په یوه لنډه جمله کې ولیکو.

   یوه ملګري به راته ویل چې شعر د شاعر له خولي راوځي؛ شاعر ځي دښتې او یا هم په باراني موسم کې قدم وهي او شعر هغه ته الهام کېږي، یایې هلته لیکي او یا یې ذهن ته سپاري، وروسته باید هغه شعر ته هېڅ ډول بدلون ورنه کړي، ځکه د  شعر د ویلو پرمهال د کمال اوج دی. دروغ او رښتیا یې د هغو کسانو پرغاړه چې وايي زه په شعر نه پوهېږم.

خو په دې پوهیږم چې  کیسه لیکوال ته نه الهام کېږي؛ خبره، پیښه، یوه صحنه، د لیکوال په ذهن کې یو فکر پیدا کوي او لیکوال باید پرې کار وکړي او زحمت پرې وباسي چې له هغه نه یو څه جوړ شي.

   هغه به یا وشي یا ونشي، د کیسې په رامنځته کېدو کې هیڅ خارق العاده شى نه رامنځته کیږي.هر څه یې واقعي دي.داستان په خپله د لیکوال له قلم نه جاري کېږي، بلکې فکر یې د یو موم په شان دی چې لیکوال باید سم شکل ترې کړي او دا شکل ورکول مهارت، تجربه او حوصله غواړي، کله هم کیدای شي یو فکر په کیسې تبدیل نه شي. شاید هم دغه فکر درې کاله وروسته په یوې ښکلې کیسې بدل شي.

   زما په اند یوه کیسه هغه که اوږده وي او که لنډه، په لومړي سر کې د یوې ژوندۍ، ځواکمنې او د تجسم وړ غږ ياني يو انځوريزې جملې  اړتیا لري. ځواکمنې  نه موخه داده چې  په هماغه  لومړی جمله کې وکولی شي د لوستونکي باور ځان ته جلب کړي او لوستونکی پوه شي چې وخت یې نه ضایع کیږي.

   داسې غږ کولی شي په خپله  د راوي شخصیت په ذهن کې ژوندی وساتي.هغه کیسه چې په سستو جملو ولیکل شي؛ په ډېر احتمال سره ډېر لوستونکي ځان ته نه شي جلبولی.

ددې تر څنګ په همدې داستان کې د پلاټ يا طرحې وړاندې کول، شخصيت پردازي، فضا جوړونه، د شخړې يا غوټې (Conflict) رامنځته کول، حسن پالنه او نور جزييات هغه کارونه دي چې ليکوال ورسره مخ دي او عملي کار ترې غواړي.

   له دې ټولو سربېره نشو کولی د یوې کیسې د لیکلو لپاره وخت وټاکو چې یوه کیسه په څومره وخت کې باید ولیکو. زما لپاره دغه موده هېڅکله له څلورو اونیو کمه نه وه. هغه هم هغه مهال چې ما هره ورځ  لږ تر لږه دوه ساعته لیکلو ته ځانګړي کړي وي،خو د یوې کیسې بشپړول د ډېرو لپاره د پېښې پای نه دی.

   د یوې لنډې کیسې یا رومان له لیکلو وروسته ډيرې لیکوالان د یو څه وخت لپاره له هغه واټن نیسي؛ د یوې بلې کیسې په لیکلو پیل کوي او یا هم له دې متفاوت کارونه کوي تر هغې چې ذهن یې له لومړنی لیکنې په پوره توګه خالي شي. وروسته بیا هغه راخلي لولي یې او په ډيرې “بې رحمۍ” یې ایډيټ کوي.

   یوه کیسه څو وارې ایدېټ کېږي (د لیکوال حوصلې پورې اړه لري) وايي چې تولستوی د سولې او جګړې په نوم خپل رومان له دیرش ځلو زیات ایډېټ کړی همدا لامل دی چې وايي چې د لیکوال هنر لیکل نه بلکې بیا کتنه ده.

    ډيرې په دې اند دي چې د لیکلو لپاره باید د ویلو لپاره څه ولرئ یا هم ځانګړې وړتیا او استعداد په کار دی چې یوه لنډه کیسه یا رومان ولیکل شي، خو زه داسې فکر نه کوم.

   په ژبې پوره لاس بري بسنه کوي او که چېرې د کتاب لوستو لپاره پوره زغم او حوصله ولرو کولی شو د یوې لنډې کیسې له لیکلو وروسته حتی یو رومان ولیکو او پر دې لاس بري شو چې لنډه کیسه او رومان ولیکو.

   لیکل د بل هر کار په څېر ډېر زحمت غواړي، په لیکلو کې جبراوعوض نشته چې تاسې ليکلو ته اړ کړي؛ د کتابونو پلورلو او له دې لارې شتمن کېدل هم د هغه شخص کیسې ته پاتې کېږي چې خپل د کور مخې ته یې اغزي کرلي و، څو  د مېږو او پسونو وړۍ په کې بندې شي او بیا غالۍ ترې جوړه کړي… دا چاره ناممکنه نه ده خو ډېراغزي او پسونه غواړي!

  په دې توګه  که د داسې کسانو په څېرهم وى، بیا هم وغواړئ چې ولیکئ ځکه چې له لیکلو خوند اخلئ او هغه  څه چې په خوند لیکل کیږي لوستل یې هم په خوند وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *