د تیرې څه باندې یوې لسیزې له ډالري باران سره، سره مو په هیواد کې د سړي سر نا خالص کورني عاید کچه د نړۍ پرمخ د هېوادونو په کتار کې د شرم وړ دي، موږ هروخت له دې حالته فریاد کوو، خو د بدلون لپاره یې یو ګام نه اخلو، نو ځکه خو کټ مټ موږ ته یې ولي چې ګوسفندي ملت د لېوانو سزاوار دی. .
همدا اوس مو چې هم په سر درد شي یا مو له ډیورنډ څخه کوزې غاړې ته منډه وي، یا تر هند او ترکیې رسیږو او هغه څوک چې دا توان او وس نه لري نو په رڼو سترګو د خپلو عزیزانو د مرګ په تمه د کټ سر ته ناست وي..
یویشتمه پیړۍ چې په نړۍ کې د هوساینې او پرمختګونو پیړۍ ګڼل کیږي، انسان تر مریخه ورسید، خو زمونږ د هیواد په لرې پرتو سیمو کې اوس هم هیوادوال د لوږې، مجبورۍ او لا چارۍ له امله خپل د زړه ټوټې پلوري، یایې په بیدیا پریږدي، ځکه چې د پاللو وس او توان یې نه لري، همدا اوس مو هم ۹۵٪ ولس په نس موړ نه دی، د خوراک لپاره د صحي خوړو او د څښاک لپاره د پاکو اوبو په اړه فکر کول هم لیونتوب ګڼل کیږي.
داسې کورنۍ هم شته چې ټول غړي یې په کار بوخت دي، خو بیا هم نه توانیږي چې درې وخته ډوډۍ پیدا کړي، ماشومان یې د دې پر ځای چې ښوونځي ته لاړ شي مجبور دي شاقه کارونه وکړي او د کورنۍ سره مرسته وکړي ترڅو یوه ګوله وچه ډوډۍ تر خولې کړای شي.
په همدا تیره لسیزه کې مو د ولس پر څټونو هغه خلک سپاره وه چې دا هیواد یې ټوک، ټوک کړی وو، ملي شتمنۍ یې لوټ کړې وې او ملت یې هره ګړۍ د ویر پر ټغر کینولی وو، همدا داړه ماران د ډالرو په دې باران کې دومره وپړسیدل او دومره پلن شول چې اوس یې له ځایه ښوریدل مهال دي.
ټول ولس ترې تنګ دی او د دوی د حاکمیت د دوام پړه پر بهرنیانو ور تپي، بهرنیان ملامتوي او ښکنځي.
خو کله چې له همدې داړه مارانو څخه د واک او ځواک د اخیستلو وخت را ورسید، کله چې دوی ته د ټاکنې او خوښې فرصت په لاس ورغی نو هر څه ته یې شا کړه، یا خو یې په ټاکنو کې بیخي ونډه وانخیستله او هغه چا چې له خپل دې مدني حق څخه ګټه پورته کړه اوس یې د ننګې وړتیا نه لري او یا نه غواړي په اصطلاح ځان ته اضافي سر درد وزیږوي، که د ټاکنو کمیسیون یې په اراده ملنډې وهي او که ټوپک سالاران د دوې سپیڅلې رایه له بوسو سره سودا کوي او د مصلحتونو او درغلیو له لارې دوی او د دوی ارادې ته سپکاوی کوي دوی هیڅ مکلفیت نه احساسوي.
یو متل دی وايي (په کښت کرلي، په خدای سپارلي) دوی هم رایه ورکړه نور خپل مسؤلیت او دنده ادا شوې بولي، د خپلې رایې او ارادې څخه د ننګې او ساتنې شعور یې ویده دی.
په ټاکنو کې زمونږ لپاره دوه لارې پرانیستې وې، یوه د روښانه راتلونکي زیری او د سمسور افغانستان هیلې او بله لار د بربادۍ او ورانۍ دور ته د بیرته ستنیدلو لار.
له ډاکټر غني سره یون به مونږ په هغه لار برابر کړي چې پنځه کاله وروسته به د سیالانو سره سیال وو، د هیواد سیاسي او اقتصادي حالت به د مخ پر ځوړ پر ځای د مخ پر لوړ یون شاهد و اوسي، د بهرنیو مرستو پر ځای به مو پر ځان تکې ته وهڅوي او همدا پر ځان تکیه به مو د هوساینې او بسیاینې لوړو پوړیو ته جګ کړي.
که د ډاکټر غني پر ځای له بل هر چا سره پر لاره روان شو نو د هیواد پر اوسني سیاسي حاکمیت به شکر ویستلو ته اړ شو، د کفن کش کیسه به بیا د خلکو په اذهانو کې را ژوندۍ شي او د کلونو پر ځای به بیا لسیزې او حتی پیړۍ په کار وي چې د بیا را ټولیدلو او را پورته کیدلو توان په ځان کې پیدا کړو.
مونږ د ډاکټر اشرف غني ملاتړ نه کوو، د هغه د افکارو او وړتیاوو ملاتړ کوو، مونږ پوهیږو چې ډاکټر غني کولای شي د هیواد راتلونکی د خپلې پوهې او تجربې پر بنسټ سم لوري ته سوق کړي، ډاکټر غني دهغه سلاو هاول لاروی دی، چې چک جمهوریت یې له بهران څخه را وویست، دا به د ښاغليغنيخیرکتیا او پلان وي چې په مافیا کې ښکېل افغانستان د پرمختګ پرلوري وځغلوي او ګني نسلونه نسلونه به په دې لالچ کې ژوند تیر کړي. .
له ډاکټر صیب غني سره اوس په تقابل کې ښاغلی عبدالله ولاړ دی، عبدالله چې د ۱۹۹۲-۱۹۹۵ کلونو کورنیو جګړو یو سرکښ او مخکښ جګړه مار ګڼل کیږي د ۲۰۰۱ کال د ډالرو له سیلاب څخه دومره شوکه وکړه چې اوس یې یوه جوړه دریشي په فرانسه کې په ۲۰۰۰۰ امریکايي ډالرو ګنډل کېږي. چې د هیواد د لسګونو غریبو کورنیو د کلونو عاید د ښاغلي د یو جوړ دریشۍ بیه نه شي پوره کولی.
عبدالله په هیڅ وجه نه شي کولای چې افغانستان دې اداره کړای شي، هغه او د هغه نور جګړه مار ملګري په ۹۰ لسیزه کې د هغه د لومړي مرستیال ښاغلي محمد خان له ډلې سره په جګړو بوخت وه، پر دوی ځکه نیوکې کیږي چې هلته یې د یو بل د نه زغملو له امله هیواد په کنډوالو بدل کړ او اوس د شخصي او ګوندي ګټو د خوندي کولو په موخه له یو بل سره یو ځای شوي تر څو ملت په دواړه لاسه وشپیلي او هډونه یې په ډیران وغورځوي.
د عبدالله بل مرستیال محقق هم د کورنیو جګړو پیژندل شوې څېره ده، جالبه خو دا ده چې د کورنیو جګړو تر ټولو سترې جګړه مارې ډلې، حزب اسلامي، جمعت اسلامي او حزب وحدت اسلامي د یوه بل په وړاندې جنګیدلې خو اوس په یوه میز سره ناست دي، پوښتنه دلته پیدا کیږي چې که د ملت له غمه سره یو ځای شوي واست نو په ۹۰یمه لسیزه کې مو ولی هیواد په کنډوالو بدل کړو؟ ولی مو په کابل کې ۶۰۰۰۰ بیګناه ښاریانو په خپلو وینو ولمبول؟ ولی مو د زرګونه پیغلو عفتونه لوټ کړل؟ زمونږ حافظې کمزورې دي، مونږ ۹۰یمه لسیزه او د قدرت پر سر لیونۍ جګړې هیرې کړي، مونږ دا هیر کړي چې دوی د ملت له غمه نه بلکې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره سره یو ځای شوي او د دوی دا ډله یوازې د غلو هغه ډلې ته ورته ده چې د غلا د مال تر ویشه سره یو ځای وي.
تر ډیره بریده حاکمې کړۍ هم د ټاکنو په پایلو کې د خپلو نا مشروع ګټو د خوندي کولو او په راتلونکي کې د خپل واک د غزولو په موخه ګوتې وهي، د ملت ارادې ته سپکاوی کوي او د ملت دا قرباني چې د ګواښونو او مرګ تر سیوري لاندې یې خپله ملي او ایماني وجیبه ادا کړه هسې بابیزه ګڼي.
ولس باید را پورته شي، پر خپله رایه او اراده د ملنډو مخه ونیسي او د واک او ځواک دلالانو ته دا وښايي چې که مونږ د سرونو په بیه د رایو تر صندقونو تلای شو، نو د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره واټونو ته هم راوتلی شو.
دا باید ورته روښانه کړي چې مونږ د خپل له خپل حق څخه د دفاع لپاره مبارزه کولای شو او د دې مبارزې په لار کې هر جبر او کړاو ته خپلې سینې او تندي سپر کوو او مخ پر وړاندې به ځو..
ولس باید دا روښانه کړي چې د هیواد د هوساینې او روښانه برخلیک د ټاکنې لپاره مو له هیڅ ډول قربانۍ څخه دریغ نه دی کړی او اوس هم هر ډول قربانۍ ته چمتو یو
د ټاکنو خپلواک کمیسون باید په دې وپوهول شي چې د ټاکنو په پایلو کې د ځانګړي نوماند په ګټه لاس وهنه او مصلحتي چلندونه زمونږ په اراده او قربانۍ ملنډې وهل دی، مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې دا کار وکړي.
افغانان او افغانستان یوازې یو چانس لري، که سمه ګټه مو ترې پورته کړه نو هوسا او پر ځان بسیا هیواد به ولرو ګنې داسې کندې ته به مو ځانونه غورځولي وي چې بیا به ترې بیرته را وتل پیړیو ته اړتیا ولري، د خپلو راتلونکو نسلونو پور پر ځان مه پریږدئ، سمه لاره خپله کړئ او له خپلې رایې او ارادې مو ننګه وکړئ.
ځوان کهول باید تر هر چا او هر وخت ډیر نن دې کار ته ملا وتړي چې افغانستان له پروژوي حالت څخه را وباسي، اوس په هیواد کې هر څه یوه پروژه ده، دلته سوله پروژه ده، دلته جګړه پروژه ده، دلته ټاکنې یوه پروژه ده، دتله د چا مرګ پروژه ده، دتله ژوند پروژه ده، دلته وزارت پورژه ده، بیا رغونه پروژه ده، ښوونځی، پوهنځی، روغتون …. وړکتون او بل هر تون پروژه ده
تر څو چې چارو ته د پروژو پر ځای د موخو په څېر ونه کتل شي تر هغه به دا وړۍ شړۍ نه شي.
دا باید له پامه ونه غورځو چې پروژې یوازې د پروژو د پلي کوونکو په ګټه وي، بل چا ته یې ګټه نه رسیږي او په طبیعي ډول د پروژو پلي کوونکي یوازې د خپلو شخصي ګټو په غم کې وي نه د ملي او ولسي ګټو.