لنډه کیسه هغه ادبي ژانر دی چې د فورم له مخې لنډه وي، اوږده نه وي، د ناول غوندې تفصیل پکې نه وي بیان شوی.
د کیسې د لیکلو په وخت کې لومړی پلاټ ته اړتیا ده؛ د موضوع له ټاکلو پرته د کيسې ليکل امکان نه لري. له موضوع سره د کرکټر اړيکه ډېره کلکه ده، ځکه چې له کرکټرونو موضوع زېږي.
د تصویر شتون بیا د کیسې په ټولو خواو کې اړین دی، همداراز ګړدود (لهجه) بیا ترډېره له منطق سره تړاو لري، دا کولای شي چې د کیسې حقیقت او واقیعت په ډاګه کړي، په کیسه کې د اړتیا له مخې د سیمه ییزې لهجې کارونه، د هیندارې مثال لري او پوهېږو چې آینې تل حقیقت څرګندوي.
تلوسه په کیسه کې هغه توک دی، چې لوستونکی له سر نه ترپایه پورې د خپل ځان سره ساتي، یعنې په هغه یې خپل ذهن د هڅونې اغېز ښندي.
اوس راځم د نوم تلوسې ته؛ کله مو که فکر کړی وي، ځینې کیسې داسې نومونه لري، چې په لیدلو سره یې لوستونکی هڅه کوي ترڅو د نوموړي متن دروازې پرانیزي، ځکه هغه نوم یوه ځانګړې تلوسه لري. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، لوستونکی اړ باسي ترڅو په لوست پیل وکړي.
کيسه ليکوال نصیراحمد احمدي کیسې د نوم ورکولو په اړه وايي: هېڅ وخت کیسې ته داسې نوم مه ټاکئ چې د کیسې محتوا روښانه کړي.
د احمدي صیب له دې وینا څخه په ډاګه کېږي؛ چې د کیسې د نوم تلوسه خورا غښتلې ده. د بېلګې په ډول: که چېرته د (درد) په نوم یوه کیسه ووینو، حیرانېږو، نه پوهېږو چې لیکوال به په دې کې کوم درد د پلاټ په بڼه راوړی وي؛ درد خو د ژوند په ټولو اړخونو کې شته.
دلته له موږ سره تلوسه پیداکېږي، غواړو چې کیسه ولولو، ځکه چې محتوا یې نه ده روښانه شوې. ځان پوهول ضرور دي. او که کله مو بیا د ( ژړا ) په نوم یوه کیسه ومونده؛ نوښایي له کتلو یې انکار وکړو. ځکه چې محتوا به یې تر ډېره روښانه وي.
په پای کې وېلای شم چې؛ د کیسې نوم یوه ځانګړې تلوسه لري، او دغه تلوسه له لوستونکي سره مستقیمه اړیکه لري.