تاند- د افریقايی هیواد کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د بنګله دېش سفیر پرون /یکشنبه/ غلو ټپي کړ.
د کینیا د پولیسو په وینا غله د شپې په تیاره کې د بنګله دېش د سفیر کور ته ننوتي ول او سفیر یې په وهلو ژوبل کړ.
له دې پېښې وروسته د سفیر دوه ساتونکي نیول شوي او د پېښې په اړه ورڅخه ګروېږنې روانې دي.
ویل شوي چې غلو نه یوازې سفیر ټپي کړی بلکې د هغه له کوره یې څه پیسې او الیکترونیک وسایل هم وړي دي.
د کینیا په پلازمېنه کې د کورونو او موټرونو غلاوې ډېرې عامې دي. او بده یې دا ده چې غله عموماً د کور خاوند، د دې لپاره چې هغه وبېروي، بد وهي هم.