لیکواله: هوسۍ طارق
«کېني او ښامار» د ټوني ډېټر لېځي اثر دی، دا اثر اناهيتا روهي پښتو ته ژباړلی. مخکې له دې چې د داستان په اړه څه وليکو، اړينه بولو چې د ماشومتوب د دورې او د ماشومانو د روزنې په هکله يوه لنډه يادونه وکړو.
موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د ټولنې له نيمايي زیاته برخه له کتاب او مطالعې څخه لرې ده او د ماشومانو له حقونو څخه عامه پوهاوی ډير کمزوری دی. که ځينې په دې برخه کې پوهه هم لري؛ نو د مختلفو ستونزو پر بنسټ څنګه چې اړين دي، دغه حقونه ماشومانو ته نه ورکول کېږي. د نړۍ د نورو ټولنو په څېر زموږ د ټولنې ماشومان هم خپل حقونه لري چې ميندو او پلرونو ته یې بايد په هکله خبر ورکړل شي، چې ماشومان له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې نه کړي. د دغو حقونو په لړ کې پر ماشوم د ښه نوم اېښودل، ماشوم ته خوراک، څښاک او جامې برابرول، ماشوم ته روغتيايي اسانتياوې رسول، د ماشوم سمه او سالمه روزنه او ورسره په نرمۍ چلن د یادونې وړ دي. په «کېني او ښامار» داستان کې هم له کتاب سره د ماشوم مينه، ماشوم ته د ټولنيز نزاکت د مراعاتولو ګټې، د کتابونو د ساتنې او مطالعې په برخه کې د امانت دارۍ له اصولو د ماشومان خبراوی، د ښو ملګرو غوراوی، د ژوند د سختيو پر وړاندې د زغم لارې چارې، له ماشوم سره د مور او پلار سالمې اړيکې، ماشومانو ته د خپلواک ژوند مهارتونه ښودل او دې ته ورته نور موضوعات بيان شوي، چې د ځینو موضوعاتو یادونه دلته اړینه بولو.
په «کېني او ښامار» کې پخپله «کېني» یو داسې ماشوم دی، چې کورني يې د ده نظریات اوري او نظریاتو ته يې ارزښت ورکوي. ماشوم ته دا حق ورکول کېږي چې د خپلې موخې په ټاکلو کې له ماشومتوبه خپل اختیار او واک ولري. د دغه داستان ستر پيغام دا دی چې ماشوم د خپل ژوند تر ټولو ګټورې شېبې د کتابونو په سيوري کې تېرې کړي. کتاب او له کتاب سره مينه يوه مثبته هڅه ده. که موږ خپلو ماشومانو ته سالم چاپيريال غواړو؛ نو ماشوم ته بايد ورزده کړو چې څنګه مطالعه وکړي او څنګه له خپلې مطالعې ګټه پورته کړي.
په دغه داستان کې یو بل کرکټر د «ګيوريک» په نامه دی. ګیوریک په عمر کې له «کېنيت» څخه ډېر مشر دی؛ خو دا چې د کتابپلورنځي مسوول دی؛ نو له کېنيت سره يې ملګرتيا پيدا کېږي او موږ ته دا راښيي چې تجربه لرونکي کسان د ماشوم په روزنه کې ښه اغېز لرلاى شي.
انسان د ژوند لوړې ژورې په خپله تجربه کوي او د انسان تجربه په يوه وخت کې د يوې موضوع په اړه وي خو دا چې له نورو تجربه لرونکو سره اړيکې پیدا کوي نو په لږ وخت کې له ډېرو موضوعاتو څخه خبرېږي او د تجربو ډګر یې هم پراخېږي. همداسې په دې کتاب کې هم د ښې ملګرتيا ځانګړنې ښودل شوې دي. موږ بايد خپل ماشومان له ماشومتوبه د اړيکو پاللو په ارزښت پوه کړو. ماشوم وهڅوو چې له خپلو ملګرو سره رښتیني واوسي او څنګه ملګري غوره کړي. انسان د ټولنې تابع دى او ټولنيز ژوند يو لړ اصول لري چې د انسان له خوا پلي کېدل یې د یوې پرمختللې ټولنې تضمین کوي. په دې کتاب کې د ټولنيزو نزاکتونو په مراعاتولو هم ټينګار شوى؛ لکه يو ځاى کې يې د ډوډۍ خوړلو آداب ښودل شوي، چې څنګه بايد مراعات شي، ځکه د ټولنيزو نزاکتونو په برخه کې هغه واړه واړه نزاکتونه راځي چې په ځان منل او عملي کول یې د سترو بدلونونو لامل کېږي.
انسانان ډېرى وخت داسې روږدی شوی وي چې پر ځاى د دې چې خپله لاس په کار شي، تل خپله پړه پر نورو اچوي. په «کيني او ښامار» کې هڅه شوې چې وښيي چې انسان باید یوه ورځ خپله له یو ځای پیل وکړي او پر نورو له تکیې پرته پر مخ لاړ شي، ځکه د نورو په ملامتولو موږ خپل نقص یا ستونزه نه شو پوښلى نو غوره دا ده چې پر داسې موضوعاتو د وخت له ضايع کولو څخه بايد ډډه وکړو. موږ ډېرى وخت په ډېرو ساده موضوعاتو خپل زغم له لاسه ورکوو خو په «کېني او ښامار» داستان کې د ګراهمې (ښامار) کرکټر داسې انځور شوى چې د سختو حالاتو پر وړاندې په سړه سینه غبرګون ښيي. که موږ د سختو پېښو پر وړاندې خپل زغم له لاسه ورکړو په دې مانا چې ومو بايلله نو له ماشومتوبه خپل ماشومان او ځوانان په دې بايد پوه کړو چې د ژوند د هرې پېښې پر وړاندې له تدبير، مثبت فکر او سمې پرېکړې څخه کار واخلي. بيړه او وېره د ستونزمنو لارو د هواري لار نه ده. په دې داستان کې له ماشومانو سره د مور او پلار د اړیکو ماهیت هم ښودل شوی دی.
له دې داستان څخه د ګڼو نورو ټولنیزو مسایلو تر څنګ دا هم زده کېږي چې پر ماشومانو باور کول او هغوی ته ډاډ ورکول، هغوی هڅوي چې په راتلونکي ژوند کې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ځان ته پياوړی او کلک دريځ غوره کړي.
«کېني او ښامار» کتاب ۱۱۲ مخه او د ماشومانو لپاره په زړه پورې او ګټور داستان پکې راغلی دی. دا کتاب په کابل کې سروش کتابپلورنځي چاپ کړی دی. «کېني او ښامار» له ماشومانو سره د دوی په پوهاوي او د ژوند د اصولو په لومړنیو زده کړو کې ښه مرستندوی ثابتېدای شي.
د پايلې په توګه د دغې خبرې یادونه هم پکا رده، چې د دا ډول کتابونو ليکل او ژباړل زموږ د ټولنې د عامه پوهاوي لپاره اړين دي ځکه ماشومان د يوې متمدنې ټولنې رښتينې او بنسټيزې ستنې دي چې د سالمې روزنې پر بنسټ په راتلونکي کې د سترو لاسته راوړنو لامل کېږي. بله دا چې د دې داستان په ژباړه کې کلمات داسې پېيل شوي چې د هرې کرښې په لوستو انسان يوه مثبته انګېزه ترلاسه کوي؛ نو په دې هيله چې د خپلې ټولنې د ماشومانو اړتيا او دريځ په پام کې نيولو سره داسې ژباړو او ليکنو ته نوره هم لاره هواره شي، دا ځکه چې عامه پوهاوى د مثبت بدلون لومړنۍ نښه ده.