۹ سنبله ۱۳۹۵:

 د بانکونو په ګرانه لاسته کیدونکو پورونو د چارو کمیسیون اوومه ناسته د وږې میاشتې په ۹ مه نیټه د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د بانکونو رئیسانو له خوا د بیلا بیلو انفرادي اشخاصو او شرکتونو د پورونو پر وضعیت او د تیرو کلونو د لیتراف کریډټ ټکټانې د تخفیف پر طرحې بحث او خبرې وشوې. د ناستې ګډونوالو د طرزالعمل سره سم د پوروړیو افرادو او شرکتونو څخه د قرضونو د ترلاسه کیدو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د پوروړیو اشخاصو او شرکتونو حالات بیل بیل وڅیړل شو او په پای کې پریکړه وشوه چې اړونده ادارې باید د قانون او نوي طرزالعمل په رڼا کې پورونه ترلاسه کړي او په اجرااتو کې یو له بل سره همکاري وکړي.

په یاده ناسته کې د مالیې وزیر ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت، سیمه ئیزو ارګانونو، څارنوالۍ، سترې محکمې او د ښاروالۍ استازو او د افغانستان بانک، ملي بانک، پښتني بانک او نوي کابل بانک چارواکو ګډون کړی وو.

د ویلو وړده چې د بانکونو د په ګرانه لاسته کیدونکو پورونو د چارو کمیسیون د هیواد د ولسمشر د ۹۲ حکم پر اساس په ۱۳۹۴/۱/۱۹ نیټه کې د دولتي او غیر دولتي پورونو د ترلاسه کولو په موخه چې مشري یې د مالیې وزیر او مختلفې ادارې یې غړیتوب لري، جوړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *