د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي؛ په دې چادونو کې چې يوه يې د رحيم ګردېزي په څلور لاري کې او بله يي ملکي روغتون ته نږدي شوې چې له امله يي دولس ملکي وګړي ټپیان شوي دي .
سمون وايي ؛ په ښار کې د سر په سر چاودنو هدف معلوم ندی چې چا او په کومه موخه يې تر سره کړي دي .
بل لور ته په پېښه کې ټپيان شوي ملکي کسان وايي ؛ چاودنې هغه مهال را منځ ته شوې چې په ښار کې يي د روژه ماتي لپاره خوراکې توکې اخيستل.
ټپیان شوي کسان چې سپینې پټې د زخمونو په وینو رنګ کړې وې رسنيو ته وويل: (( په بازار کې په سودا مصروف وم د روژه ماتي لپاره مو څه خوراکي توکي اخيستل چې چاودنه وشوه وروسته په ځان پوهه نه شوم چې څه و ))
د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين هم دا مني چې روغتون ته دولس تنه ملکي ټپیان وروړل شوي دي چې په ټپيانو کې زده کوونکي ماشومان هم شامل دي
پکتين د ټپيانو روغتيايي حلات د ډاډ وړ بولې خو وايي چې د يو کس حلات د انديښنې وړ دی.
د ګردېز ښار اوسيدونکي د روژې په مبارکه مياشت کې په ښارونو کې دا ډول چاودنې ناروا او د اسلامي اوصولو خلاف بولي تر اوسه ددې چاودنو مسوليت چا په غاړه ندی اخیستی.
نور احمد حيران / پکتيا پرېس کلب