خبریال: احمد حیران- د پکتيا مرکز ګردیز او د لری پرتو ولسوالیو اوسیدونکی وایی چې په دغه ښار او ځینو نورو سیموکی ډلې ډلې داسې کسان په شخصي لباسو او د تورو ښيښو په موټرو کې په تيز سرعت په خلکو کې تیريږي چې پیژندګلوي يې نه کيږي.
دوی وایي، ګرديز کې په رڼا ورځ ځينې نا پيژنده کسان په شخصي لباس کې په غیرې قانوني ډول وسلې ګرځوي او امنيتي مسوولين يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
خو بل خوا ته د پکتيا امنيتي چارواکي د خلکو انديښنې او نيوکې بې ځايه بولي، وايي چې پولیس او نور امنيتي ځواکونه وخت په وخت په ښار کې ګزمې کوي او هيڅ داسې کسان نشته چې په غير قانوني ډول مسلح وګرځي.
د پکتيا امنیه قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخيل وايي، ځینې هغه کسان چې په شخصي لباس کې وسلې ورسره وي، له وزراته امر ورکړل شوی اود ځان د خوندي ساتنې په موخه وسلې ګرځولائ شي خو ځينې نور کسان به، چې وسلې لري او قانوني امر نه لري، ډير ژره بې وسلې شي.
دی وايي، وړاندې يې هم څو تنه شکمن مسلح کسان نيولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي
په ګرديز کې د مسلحو کسانو په اړه له هغه وروسته د خلکو انديښنې زياتې شوې چې ځينې نامالومو وسلوالو په رڼا ورځ ځينې کسان وتښتول او يا يې له خلکو د وسلې په زور پیسې یا توکي یووړل.
کارپوهان وايي، که د هيواد د کورنيو چارو وزرات په ولايتونوکې د شخصي وسلوالو کسانو د نيولو هڅې زياتې کړي او يا ځينو لوړو کسانو ته د وسلو امر ورنکړي امنیتي وضعیت به ښه شي.
په ګرديز کې داسې مهال شخصي وسلوال کسان او د تورو ښيښو موټر په ډيریدو دي چې تير کال د کورنيو چارو وزرات په جدي توګه د يادو کړنو د مخنيوي امر کړئ و خو امنيتي چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلل .