تاند- په ګردېز کې د کابلبانک پر څانګې د وسله والو ترهګرو په برید کې ۲ تنه شهیدان شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

په دې برید کې، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ، لږترلږه ۴ ترهګر هم وژل شوي دي.

تراوسه پورې کومې تروریستي ډلې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د حملې په پیل کې امنیتي چارواکو حمله کوونکي طالبان وبلل.

په ګردېز کې پر کابل بانک برید شوی

وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې پر کابلبانک ډله ییزه حمله کړې ده.

ګومان کېږي چې دا برید په داسي حال کې شوی چط دولتی مامورینو معاش اخیست.

د پکتیا امنیتي چارواکي د حمله کوونکو ترهګرو شمېر ۵ تنه ښيي، وايي چې یوه یې په دروازه کې ځان الوزولی او ۴ بانک ته ننوتي او د بانک کارکوونکي یې برمته کړي دي.

د ګردېز روغتوني سرچینې وايي چې ۲ مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو پولیس او بل ملکي دی.

طالبانو تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ځلونو پر بانکونو او نورو عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کړي خو تر ټولو خونړۍ حمله یې د کابلبانک د جلال اباد پر څانګه وه چې تر ۵۰ زیات کسان پکې شهیدان شول.

(عکس پخوانی دی)

2 thoughts on “په ګردېز کې پر کابلیانک تروریستي برید د ترهګرو په مرګ پای ته ورسېده”
  1. که دا دولتي چارواکي له دې کابل بانک نه عبرت نه اخلي نو ترهګرو ته نور شرم ده چې هره ورځ د کابل بانک په مظلومو مشتریانو ځان مرګي کوي.

  2. دوی (ټالبانو) خو وعده کړې وه چې موږ به په عام المنفعه تاسیساتو حملې نه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *