خبریال: نور احمد حيران / پکتيا/ د پکتيا امنيتي چارواکي وايي؛ په مرکز ګردېز کې د دوو بمي چاودنو له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې درې يې ملکي وګړي دي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل د دې پېښو په اړه وايي چې يو پوليس او يو ملکي وګړی پکې وژل شوي او څلور تنه نور ټپي شوي دي.

نوموړی وايي، لومړۍ چاودنه په سنا مجلس کې د پکتيا د خلکو په استازي عبدالحنان حق ويون پسې شوې چې ياد سناتور له پېښې روغ وتی خو ساتونکي يې ټپي شوي دي.
امنيه قومندان د دې دوو چاودنو په اړه وړاندې داسې وايي.

تر دمه د دې پېښو مسوليت کومې وسله والې ډلې نه دی اخيستی.

بل خوا امنيتي چارواکي وايي چې بېګاه شپه د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په مهال ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
همدارنګه بېګاه شپه په ځاځي اريوب کې درې تنه وسله وال د بهرنيو په هوايي بريد او په څمکنيو ولسوالۍ کې يو تن وسله وال په خپل ماين وژل شوی دی.
د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې د پکتيا په ولايت کې يو ځل بيا امنيتي پېښې زياتې شوې دي خو د مرګ ژوبلو کچه يې د پخوا په پرتله کمه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *