مطبوعاتي خبرپاڼه
۱۳۹۳ د لیندۍ ۱۸
د نا امنیو له کبله د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانېستل کېدو په لړ کې داځل د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د بداوان منځنی ښوونځی د لوی خدای (ج) په مرسته او د سیمې د دیني علماو، سپین ږیرو او قومي مخورو په ملاتړ بېرته پرانېستل شو.
د افغانستان د پوهنې وزارت خوښ دی، چې ددغه ښوونځي په پرانېستل کېدو سره د سیمې څه باندې ۳۰۰ زده کونکو ته یوځل بیا د زده کړې زمینه برابره شوه او ویې کولی شو، چې له خپلې ژمنې سره سم د هېواد ددغې سیمې جنګ ځپلو ماشومانو ته د زده کړې حق خوندي کړي.
د پوهنې وزارت د سیمې له خلکو مننه کوي، چې د ګرشک ولسوالۍ د بداوان د منځني ښوونځي په پرانېسته کې یې د زړه له تله هڅې وکړې او خپلو ماشومانو ته یې د علم د ډیوې مرکز بېرته پرانېسته.
دامهال په هلمند کې ۲۶۴ ښوونځي فعال دي،چې څه باندې ۱۹۲ زره ماشومان پکې په زده کړه بوخت دي. ددې شمېرې ۴۰٪ یې نجوني دي.
د پوهنې وزارت له ټولو درنو هېوادوالوپه ډېر درنښت غواړي، چې د پوهنې د ودې، پراختیا او د ښوونیزو مرکزونو، زده کونکو او ښوونکو د مصونیت او خوندیتوب په لاره کې خپلې هڅې او همکارۍ پراخې کړي .
وزارت په دې باوردی، چې د خلکو په ملاتړ په افغانستان کې پوهنه پرمختګ کولای شي او ښوونیز چاپېریال لاډېرخوندیتوب پیدا کوي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو اواطلاعاتو ریاست