د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸ ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د حبیب الرحمن رحیمي لیکنه له تاسو سره شریکوو چې په ګلدره کي د تقویم او وختونو پخواني توکي نومېږي (اداره)
—————————–
حبیب الرحمن رحیمي
 
 په ګلدره کي د تقویم او وختونو پخواني توکي
 
وخت هغه کلمه ده؛ چې دنوم په اوریدوسره یې زموږ په ذهن کې ډیر ماناوې اوتعبیرونه راپاریږي له همدغه ارزښت له مخې دخلکو لخوا دفرصت، پانګې، سره زر، چانس اوغوره راتلونکې بلل کیږي ، همدې ته په کتو زموږټول ژوند دوخت يوه پيمانه بلل کیږي څرنګه چې د بشري ټولنې دغړو ژوند، کړه وړه ، راشه درشه ، غوښتنې  اوفکرونه یو شان نه دی  خوددې ځیرکتیا اوپرتله کونې دپاره چې ددغه راکړیو لورینو ځانګړتیاوې معلومې  کړویوې وړې پيمانې ته اړتیا لیدل کیږي چې دکال په نوم یادیږي ، دنوموړي وړې برخې دڅلیزې، میاشتې، اونۍ ،  ورځې ، ساعت اودقیقې  په نوم یادیږي چې دوخت داکچ توکي یوله بله سره په ځانګړي ډول نښتي بڼه لري  اودپيداکیدوسرچینې یې دځمکې وضعي ، انتقالي اونور چورلیدونه دي.
 
دانسان ژونداواړتیاوې له بیلا بیلواړخونو لکه وټه ایز، ټولنیز اوفرهنګي شرایطو سره تړلي دي دترڅنګ اړ هم دی چې دخپل ژوند دهرراز اړتیاوو دپوره کوولو لپاره هڅې وکړي چې دبوختیاوود رامنځ ته کیدولامل کیږي اوبوختیا دوخت سره اړیکه پيداکړي.بوختیاوې دخپل ارزښت له مخې وخت ته په کتو بیلا بیلې دي ځينې یې په ورځیني ډول لکه لمانځنه، خواړه، خوب، تفریح اودخپلې کاري دندې پربنسټ  تنظمیږي ورځنی بوختیاوې بلل کیږي دوخت دویش له مخي یی ګړی ته اړتیا لیدل کیږي اوسره له دیوشمیر نورې یې بیا په کال کې یوځل یا څوځلې لکه  دپسرلي په موسم کې دونوایښودلواویاد کرکیلې  دحاصلاتو راټولول هغه بوختیا وې دي چې کلنی یا موسمي بوختیا وې یې نومولول شوې دي چې د یاد شویوچارو همغږي اوپلانونه د کلیزې یاڅلیزې پربنسټ  کیږي
 
  لرغونو انسانانو دخپل چارو دترسره کولو په موخه نني توکي په واک کې نه لرل.  بلکې  ددلپاره يې دخپل چاپيریال دشته سرچینولکه دلمرختلواولویدلو، ستورو دراختلو او لویدلو او د سپوږمي د راختلو او لویدلو ځآیونه، واټنونه د هوا څرنګوالی او وختونه  په نښه کول که څه هم دوی یو شمیر ځانګړي ستوري پیژندل بلکې دوی هڅه اوهاند دا وو چې نوي دور ته ستوري یا اسماني اجسام چې د وخت او موسم د پیژندلو نښه وبلل شي د وخت په سیمه یز تقویم کې ورزیات کړي،  د سیموالو سره یې شریک کړي، سینه پر سینه له یوه نسله تربله ولیږدول شي او ولسي  شفاهي ادبیاتو په خوږو نغمو کې دا څرک هم ځای ومومي هو ترهغې چې یاد شوي تقویم ځای ملي تقویم ته پریښود دا بهیر په پوره شور روان وو چې پر بنسټ یې  د دوی د زیار او تجربو په نتیجه کې  ګړۍ او کلیزې منځ ته راغلې دي.
 
د پاملرنې وړ دا ده، دوی  د کشف  شوو ستورو مجموعې چې زیاتره په کې د یوه ولسو تر منځ ستوري په کې راټول دي، د ستورو د ټولي د بڼې او نورو ځانګړتیاوو ته لکه راختلو، لوېدلو، په لیکه کیدلو، خوځیدلو،  څرکیدلو او نورو ته په کتو د وخت  د شته چاپیریال توکو ته په ورته والي او نږدیوالي پداسې نومونو سره نومول شوي دي چې آر یې زموږ په ویاړلې ارزښتپانګه کې موندل کیږي .
 
د دې لپاره چې دا توکي څه دي،  څنګه ترې کار اخستل کیږي، چیرته دي  او څه وخت لیدل کیږي.  د ټولو پوښتونو ته  د ځوابونې په موخه مولاندې لیکنه  ترتیب کړه چې اخستونکي سرچینې يې  تر ډیره  د سیمې هغه د پاخه عمر مشران دي  چې تر اوسه هم د نویو جنتریو تر څنګ د  اسمان  په سینه د راختونکو  اجسامو او اغیزو څخه  د موسم  او وخت  د پیژندلو  لپاره کار اخلي،  نه تنها دا چې نوموړې پاڼې  په ساحوي څیړنو راټولې  بلکې د هیلې د ترسره کیدو لپاره مې د کتابتونو دروازې هم ورخلاصې کړې  چې تر سترګو شوي کتابونه مې هم له نظره تیر کړل چې  د نوموړې هڅې برخې هم دا پاڼې ډيرې ښکلې کړې او د نثر ترڅنګ د شعر یا نظم ښکلاپیلو نغمو د ګلبڼ ته لا نوره هم  ښیرازي وربښلې ده.
 
 سیوری:
لمر د معمول له مخې د ورځې تر نیمایی پورې لویدیځ لور ته خپل سیوري پریږدي چې د ورځې په نیمایی کي له منځه ځي  د ورځې له نیمایی وروسته دا بل لور ته سیوری د غرمې مخکې وخت مخالف لور ته غوړیږی چې خلکو په پخوا په مشخص ځای کې دیوال ډبرې یا د ورته شیانو د سیوري د اوږدوالي او لنډوالي  له مخې دورځې لخوا بیلو بیلو ساعتونو مشخصولو لپاره ترې کار اخیستل شوی اوس د یوه دود په توګه په ځینو کلیو کې د حقابې  په ویش کې  ترې ګټه اخیستل کیږي خو دقیق نه دی ځګه چې د لمري ساعتونو شمیر او د لمر لګیدو زوایه د کال په بیلابیلو څلیزونو کې توپیر کوي نه تنها له د څخه دا بلکې  د سیوري د غځیدلوري څخه څلیزونه هم معلومیږي همدا شان د دغه وخت کارونکي توکي یو متل  رامنځ ته کړی دی وایی فلانی سړی په اسمان ستوری او په ځمکه سیوری  نه لري .
سیوري ټاکونکي که څه هم د لمري ورځې په اوږدو کې د وخت د نسبي پيمانې ټاکونکي دي له بلې خوا زموږ د هیواد طبیعی ځانګړتیاوو ته په کتو چې له دری سوه څخه زیاتې لمري ورځې لري  د خپل وخت او زمان پخپل وخت کې غوره پیمانه چې کارونکي توکي یې هم لکه ډبرې، ونې، د غرو د ځینو برخې د انسان قد او نور دي.
 
برسیره په دې چې ځینې یې عام او ولس یې د یوه معیار په توګه پیژني لکه د ځینو کاڼو، غرونو او یاد مشهورو ځایونو سیوري دي چې ورته ګډ پیمانه کچ منل شوی وي بل ډول يې ځانګړي چې تر ځانګړي شخص پورې اړیکه لري. د بیلګې په ډول د انسان د ونې د جګوالي سیوری  چې هر څوک یې د وخت پيژندلو په موخه پرته له کوم میعار څخه کاروي.
 
جام:
جام چي لرغونی لوښی دی چې نوموړی د څښاک له پاره کارول شوی چې دغه  کارونې بیا اولسي ادبیاتو ته هم لاره موندلې وایي چې:
ماته په جام کې اوبه راکړه
                         زه تږی نه یمه ستا نیت معلومه
بلکې د بشر سره یې د وخت  په پیژندلو کې هم مرسته کړی؛ ځکه پخوا چې د وګړو،  کورنیو او پلرګنیو شمیر کم وو د دوی له پاره د وخت یوه پیمانه چې شوروز چې له شپې او ورځې څخه جوړه شوی، بسنه کوله کله چې د کورنیو او پلرګنیو شمیر زیات شو دوی اړ شول چې له پلار پاتې ځمکه او حقابه  پخپلو منځو کې سره وویشي.  دوی اړ شول چې شوروز په وړو برخو وویشي.  دوی د دې اړتیا د لیرې کولو له پاره د جام څخه کار واخیست. څرنکه چې د جام په جوړښت کې کاریدونکي توکي تر اوبو سپک دي له همدې امله د اوبو د غرقیدو څخه خوندي دی چې  لاندنۍ برخه یې ورته سوری کړی وه. له هغه به د جام د ننه اوبه تلې تر هغې چې جام به ډک شو دا د شوروز یوه وړه برخه  او د وخت یوه پیمانه وه.
 
چیوک:
د همدې نښان توکي له مخې  دوی کولی شوای چې په عین وخت کې له یوې ویالې  څخه د حقابې څو تنه  شریکان ګټه واخلي .مخکې له دی چې سرکومې څخه اوبه زیاتې کړي لومړی د یوه لرګي پواسطه د اوبو کچه  په یوه ټاکلي  ځای کې معلوموي؛ خو کله چې اوبه په ویاله کې زیاتې شي د لومړني ورخ څخه په هماغه ټاکل شوی اندازه اوبه تیریږي.
 
چرګ غږ:
دا چې انسان د ځمکې په مخ د الله ج په امر خلیفه وټاکل شو؛ نو هرڅه یې نوموړي تابع وګرځول چې له دې ډلې څخه یو هم کورني مرغان او څاروي دي  چې نه تنها ورڅخه دخوړو او کار له پاره ګټه اخیستل کیږي؛ بلکه له دی ژوو څخه یې نورې ګټې  هم اخیستل شوې لکه چرګ چې نه تنها دا کورنی مرغه د غوښې له پاره ساتل شوی، له ګړۍ وړاندې یې د بشري ټولنې ته د وخت په پیژندلو کې چوپړ کړی دی.
همداشان د چرګ غږ چې له دیني اړخه بهترین او مهم غږ دی وایی چې ملایکې له مځکې څخه د اسمان په لور ځي یا ملایکې ویني چرګ بانک کوي د دې تر څنګ د شپې لخوا په بیلوبیلو وختونو کې دری وخته اذان کوي چې لومړی یې د شپې په لومړی برخه کې،  د دویم اذان یي د پړشمي اودریم به یي د سپیده داغ غږ وو.
 
پرونې:
چې کټ یې هم بل نوم دی، هغه ستوري چې له نورو واړه په یوه ځای کې راټول شوي ښکاري چې شمیر يې دقیق نه دی؛ خو دولس ښکاري د خپل حرکت له مخې يې خلک موسمونه او د شپې وختونه معلوموي ،  خلک پدې باور دي کله چې شپې اوږدې شي پرونیې هم د شپې لخوا لویږي،  د سیموالو په وینا  پرونې د غبرګولي د میاشتې په اوږدو کې راخیژي د لیندۍ میاشتې په اوږدو کې لویږي چې د یو شمیر بوټو د وچیدو عامل کیږي ، همدا شان یو شمیر وحشي ژوي هم د خپل ژوند د پایښت په موخه پنځښت چارې له همدې ستورو تنظیموي پخوا چې د وحشي ژوو شمیر زیات وو د سیمې ښکاریان به د غرڅه د غرني ژوي د ښکار په موخه غرونو ته تلل.
 
تلې:
 په زړه پورې دا ده چې د تلو په نوم ستوري هم هغه تلې ته چې لومړنۍ بڼه لري ورته دي چې انځور یې د قضایي او عدلي ادارو په رسمي پیژندنښو کې  هم ښکاري له همدې امله دا ستوري تلې بلل کیږي.
دا دری لوی ستوري چې ټول عین شی چې تر نورو لوی ښکاري له ختیځ څخه لویدیځ ته په یو شان فاصله له پرونې وروسته د اسمان په سینه راخیژي  چې خلک ترې د شپې د بیلو وختونو د موندلو له پاره ترې ګټه اخیستلي ده. دا هم نورو ستورو ته ورته په اوږدو شپو کې لویږي او په لنډو شپو کې بیا د اسمان یوې برخې ته چې د سحر راختل یې په وړاندې  خنډ ګرځي ځان رسوي.
 
سترګه:
سترګه که څه هم د انسان د بدن د لیدلو د حس لویه برخه ده ،  د سترګو جوړښت  د دې عامل شوی چې د خپل چاپیریال ټولې ځانګړڼې پرې درک شي؛ نو پر همدې بنسټ د سیموالو لخوا دا نوم هم پر هغه ستوري چې له ځان سره د سحر د سپیڅلې رڼا زیری راوړي او د شپې تیارې نور خپله لمن ونغاړي او هر څه ښکاره شي ایښودل شوی دی.
شپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو كې وي نغښتي
لمونځونه د سحر به په ګلونو كې ادا كړو
(۱)
لوی،  روڼ او روښانه  ستوری  چې د ختیخ له لوري د سپیده داغ وړاندوینه کوي  د سیموالو په وینا  د لمر پر ځای راخیژي خو هر وخت نه وي ځګه دا ستوری هم د خپل حرکت له مخې ځمکې سره په بیلوبیلو موقیعتونو کې قرار نیسي.
 
جومتګی:
جومتګی د سیمې په اصطلاح کې لمونځ غالي ته ویل کیږي چې کومه ځانګړې ماڼۍ نه لري شاوخوا یې د ډبرو پواسطه  په دایروي بڼه پوښل شوې وي  چې د کال په ګرمو موسمونو کې یا د جومت څخه د لیریوالي پر وخت به د ډلییز لمانځه له پاره کاریده. همدې جوړښت ته ورته د اسمان په پراخه سینه ګڼ شمیر ستوري راخیژي چې دا مجموعه  ستوري د شپې وختونه د خپل حرکت په اساس ټاکي.
 
 څپړګۍ:
څپړګۍ چې له ګوتو څخه تر مړوند پورې د لاس وروستی برخه بلل کیږي که چیرته د دوی تر منځ کرښې وکښل شي  د څپړګۍ بڼه به رامنځ ته کړي چي د سیمې په شته زیارتونو کې هم پر کاڼو دا انځور کاږل شوی؛ نو پر همدې بنسټ دشپږو ستورو دا مجموعه چې د اسمان په سینه یې خوځښت د یوه وخت او موسم ښودنکی دی.
 
قد:
د پنځو ستورو دا مجموعه  چې تر منځ یې کرښې وکاږل شي؛ نو د انسان تنې ته ورته جوړښت  به رامنځ ته کړي چې د عوامو په ژبه قد مبارک نومول شوی چې ستورو د بشر تنې ته ورته بڼه د وخت او موسم د پیژندنې یوه پیمانه بلل شوې ده شاعر هم وايي:
رڼا به دلویدلو ستورو راوړي
چې د ستورو په مدار سړي لرو
 
غل:
غل د عوامو په ژبه تر ډیرې کچې قد ته ورته دی. توپیر یې په دې کې دی چې غل  د څلورو ستورو مجموعه ده کله چې د ستورو تر منځ کرښې وکاږل شي د انسان له تنې یو لاس پریکړی ښکاري. له همدې امله  ورته غل ویل کیږي چې وړاندې سیموالو پیژندلی او د وخت د پیژندلو د دیو توکی په توګه یې کارولی.
نغری:
نغری  د اور بلولو ځای ته ویل کیږي چې معمولا  په دوه ډوله وي: یو دایمي  دي چې له دریو تیږو جوړ وي او بل ډول لیږدونکي دي  چې کوچیان ورځنې ګټه اخلي.  د همدغه ورتوالي پر بنسټ دریو ستورو مجموعه  هم په دې نامه نومول شوی چې د وخت د پرتله کونې  یو توکی کارول شوی.
میلمه:
میلمه پالنه  چې اسلامي  دود دی نیکمرغه چې دغه ارزښتمن ارزښت زموږ په ټولنه کې تر دی کچې ژورې ریښې لري چې ستوري هم پرې نومول شوي. د میلمه په نوم پیژندل شوی ستوری چې سوربخن رنګ لري، تر نورو لوی ښکاري او د لماسختن په داخلیدو د سیمې  د اسمان له تختې لویږي.
 
سپوږمی:
سپوږميز تقویم چی زموږ دیني تقویم دی، خپل دوران او بڼه د یوې میاشتې په اوږدو کې سر ته رسوی چې د عوامو لخوا د عاشور،  صفره،  مشره خور،  دویمه خور،  منځوی خور،  کشره خور،  برات،  روژه،  کمکی عید،  میانه او لوی عید نومول شوې. د سپوږمیزې میاشتې اتمې نیټې څخه وروسته له غرمې په اسمان کې د ورځې لخوا نیم دایره غوندې په سپین رنګ ښکاري، د ګلدر زیاتره ډیر خلک له همدغه حساب کار اخلي نه تنها دا بلکې زیاتره چارې چې د ورځې لخوا ورته وخت نه موندل کیږی  لکه لو او نور د سپوږمي د رڼا څخه په کار اخیستو خپلې بوختیاوې سر ته رسوي
سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه
یار می د ګلو لو کوی ګوتې ریبینه
 
ستوری:
دلته د مینې لیونې اوسیږي
دلته هر ستوری له مداره وځي (۱)
دا کلمه هغه وخت  کارول کیږی کله چې هوا بدلون کوي یا د نوې لمریز میاشتې پنځلسمه نیټه رارسي زیاتره وخت ورسره پسرلنی سړښت او ژمنی سړښت چی د سړې هوا له امله  دب وټو له منځه تلو عامل کیږي  خلک وايي ستوری راختلی دی او هره میاشت یو ستوری لري  چې مشهور یې د میزان ستوری دی چې سور ستوری یې خلک بولي او همدا شان دا کلمه خلک دخپل قوت او طاقت له اره هم کاروي.
د بوډۍ کڼی:
 همدا شان یو شمیر نور ستوري هم شته چې سیموال یې پیژني او ځانګړي نومونه یې پرې ایښي لکه هغه د څلورو ستورو مجموعه چې خلک یې موږي بولي که چیرته د دوی تر منځ کرښې رسم شي؛ نو لوزي ته ورته شکل به جوړ کړي. همدا شان  ددی څلورګوټي لنډې اړخونه.
  پر دی سربیره په لویدیخه ضلعه کې د سویل لویدیځ او شمال لویدیځ موږيو په منځ کې د لویدیځ لور ته  په تیرو يو شمیر نور ستوري دوري ، بوډۍ ، لیوه او نورو په نومونو شتون لري چې ځینې یې واړه او ځینې یې لوی دي چې دا ټول جال د بوډۍ کڼی په نوم سره یادوي چې خلک دوی د موقعیت په اساس د کال څلیزونه پيژني .
لیلی او مجنون:
دا دوه ستوری چی  یو یی مجنون او بل یی  لیلی نومیږی په کال کې دوه ځله د عوامو د تجربې او ژبې  په حواله  د ماښام له خوا یو بل ته نږدې کیږي:
اسمان ته لار د ختو نشته
لیلی مجنون په عاشقی ختلی دینه
 
لمر څرک:
لمر غیږه خلاصه کړی ذرې په کې نڅیږي
سحر په مستی راغی  څه روښانه زندګی ده(۵)
 څرنګه چې لمر د کال په بیلوبیلو موسمونو کې تر یوه کال پورې خپل منظم دوران د ورځو په اوږدوالي او لنډوالي سره کوي؛ نو له همدې امله یوه ثابت وخت نه وي؛خو خلکو د ورځې د اوږدوالي او لنډوالي محاسبه پرې کوله.  څرنګه چې خلکو د لمر د راختلو ځای او لمر لویدلو ځای معلوم وو؛ نو له همدې امله دوی پوهیدل چې د ورځې اوږدوالی معلوم او خپلې ورځنی چارې ورسره همغږې کړي چې یوه  بیلګه یې  په نوموړي وخت کې پر کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو د وار  تسلیمول دي؛ ځګه چې په کلیوالو سیمو کې ځمکه د حقابې له مخې ویشل کیږي چې د کلي په کچه یو یا څو شواروزه وي چي بیا دا شواروزنه د کلیو د پلرګنیو په منځ کې ویشل کیږي، د نسبی سلسلو او پښت پر ډیریدو پر ځمکه د مالکیت کچه ورو ورو کمیږي او په پایله کې  دا لاس ته راځي چې دحقابې د ویش له مخې د کهول پراختیا پیدا کړو.
ګلدره دګربت لویدیځ لور ته پرته دره ده چې بشر ډیر وړاندې په کې خپل قدم وهلی. له هغه وروسته خلکو خپل کارونه د لمرڅرک له مخې چی د هغه وخت د کلیزې بدیل شمیرل کیږي موسمونه وختونه ټاکل خلکو به له عمومي او ثابت ځای څخه لمر څرک ته کتل. دوی د لمر حرکت په کال کې د ستر ناو د غره له سر څخه تر تبی ناو پورې چې دولس میاشتې یې پوره کولې ټاکلی وو.
   
لومړی څلیز(پسرلی):
لابه واه شي ډیر ګلونه
چې د بهار په راتلو یې اغاز دی
چې په سیمه کې ورته څړمونی ویل کیږي  او له څړموندوني څخه اخیستل شوی ده ځګه پدې موسم کې ورشوګانې شنې کیږي. په دې وخت کې نوی ویوکی چی نهه نیمې بلل کیږي، کارول کیږي چې د وري میاشتې لومړی لسیزه چی د سخت او مسلسل اورښت سره مل وي د اولسی روایتونو له مخې لمر څرک د سپیتاو له څلي ښي لور ته د سترناو شا ته راخیژي په سیمه کې دونو دکینولو،  د کښت  د شنه کولو، د پاڼو د زرغونیدو، د ډول ډول ګلانو د ټوکیدو،  د دښتو او غرونو د شنه کیدو، څړځایونو ته د څارویو د پولو ، د واورې د ویلې کیدو او د نرم باران د اوریدو موسم وي چې له امله یې د ګربت خړکی سیند چې داوبپوهنې له مخې لنډمهاله سیند دی په پوره مستی او زوږ سره په دره کې تر دی اندازې په شدت بهیږي چې خلک پرته له پلونو له یوې غاړې بلې غاړې ته  تلای نشی ، ږلۍ هم پدې موسم کې اوریږي،  باد هم خپل لګید لوري ته بدلون ورکوی  او همداشان زیاتره کارونه او عامه چارې په دې وخت کې د اشر په بڼه ترسره کیږي.
 
دویم څلیز(اوړی):
دا وخت لمر خپل حرکت چپ لور( بیرته دسپیتاو لور)ته پیل کړي داوخت شپې په اوږدیدوشروع وکړي زیاتره میوې (زردالو، الو، جورسې مڼې، شفتالو او توت) او دانې(شاخل، مشنګ ، غنم، اوربشې اونسک) په دې وخت کې ثمر ته رسي او ټولیږي  خلک هم په دې وخت کې زیات بوخت وي. هو د لنده بل په ملتیا زیاته ګرمه وی.
 دا وخت د اوبو نشت  سره خلک مخ وي. د ګربت په ناونو کې بندونو جوړیدل یی نه تنها د کافی اوبو زمینه برابروی بلکې ورسره کرنه د شمیر اوڅرنګوالی له مخې ورسره ډیروالی او ښه والی منځ ته راوړي.
دریم څلیز(منی):
داوخت لمر هغه څلي چې د سپیتاو د غونډی د پاسه جوړ شوي، د وري او د تلې لومړی نیټې  په یو ځای کې  راخیژي ، د تبۍ ناو لور ته په حرکت کې وي د ژمنیو کښتونو(ژمني ډوله غنم) مو سم شروع شي، چې د ونو پاڼیې هم ورسره ژړیږي  او ویږي ،  د ځینو میوو لکه د مڼو د پخوالي او راټولولو وخت رارسیږي او کله کله په دې وخت کې هوا ډیره سړه وي د واورې اوریدل ا د اوبویخ کیدل هم په کې شروع کیږي.
څلورم څلیز(ژمی):
لمر له یلدا شپې وروسته په ښي لوري وګرځي لکې تیږي ته په رسیدو سره يې څله شروع شي تر هغه چې د مدرسې غونډۍ ته برابر شي او څله ختمه شي. تر څلې وروسته یخې شپې د کندوچيو وي چي لمر پرې راخیژي او د نوي کال لومړی نیټې پورې سپیتاو ته رسی. دا موسم د واورو سختې یخنی سره مل وي هر څه د واورې په رنګ پوښل شوي. زیاترې چارې په دې وخت کې تړلې وي او د ژمي دموسم مشهورې برخې لویه څله،  وړه څله، لومړی حوت، دویم حوت او دریم حوت دی.
لمر لویدل:
سحر هغسې نه دی مازدیګر هغسې نه دی
اوس مې زړه بند په څڼو کې د لمر هغسې نه دی(۴)
د حقیت ته په کتو چی لمر د کال په بیلوبیلو څلیزونو کې د مځکې سره بیلې بیلي زوایې نیسې چې د ورځې د اوږدوالی او لنډوالی عامل کیږي؛ نو د لمر لویدل هم د ځایونول ه مخې توپیر کوي. د ګلدرې په سیمه کې  لمر لویدل په هغه غره باندې کیږي چی د مرکزی لوړې سطحې سیمې بلل کیږی. د غزني ولایت اړونده سیمی بیلوي چې د لوګربابا له څوکې څخه تر ګل کوه لمنې پورې فاصله په بر کې نیسي چې کارونه یې ډیره کمه ښکاري.
د زاڼیو تلل او راتلل:
موسم بدل دی ښایی چې تللي مرغان بیرته راشي
د خپل وطن ته د کډوالو کاروان بیرته راشي(۱)
 زاڼیی د پسرلی په موسم کی معمولا له پسرلنی اعتدال څخه وروسته د سویل له خوا د شمال لور ته په مخروطی بڼه جوپه جوپه له سیمي څخه د یوه ځانګړي غږ په لرلو سره په تیریدو کې وي چی د پسرلی د راتلو نښه بلل کیږی، همدا شان دوی دمنځنی اعتدال وروسته چې د تلې  میاشتې سره سمون لري او د مني د راتلو نښه بلل کیږي نوموړي کاروانونه بیرته په عین مسیر راګرځي. نه تنها زاڼی بلکی یو شمیر نور مرغان هم لکه غچی،  شودوپی،  ثوری مرغی،  چڼچوڼکی مرغی او داسی نور ډول ډول مرغان پدی موسم کی دی سیمی ته راځی او د مني په راتګ سره ځي.
سرخاب:
سرخاب هغه لنډمهالی سیند ته ویل کیږي چې د پسرلي له پيله د هوا  په تودوالي سره  د لکې تیږې ، مینه کوه او ستر تنګي د تنګیو په خوړیو او ناونو کې د باران ، ږلۍ ، واورې ، ژغژری  د اوریدو د یخچالونو او د پرتو واورو د ویلې کیدو څخه  منځ ته راځي او  د غویي د میاشتې  د رارسیدو سره یې اوبه کمې یا وچیږي ، د دې لنډمهالي سیند اندازه، کچه او وخت  هر کال د بیلوبیلو عواملو له مخې لکه دتودخې درجه، اورښت او د واورې زیرمې ته په کتو کم یا ډير توپیر کوي چې د ډیروالي او لږوالي له مخې يې د کرنیز کښت پوښښ زیاتیږي او کمیږي.
د سرخابونو نشتون او کمیدل د وچکالی  د وړاندوینې  نښې بلل کیږي؛ خو له بلې خوا له د اوبو څخه پوره او اغیزمنه ګټه هم  نه اخیستل کیږي.
ماښام کیدل:
تورو ماښامونو ته مې پرې نه ږدې
ګوره شین سحر کې مې راونغاړه(۲)
 ماښام د شپې پیل یا لومړی مرحله ده چې مسلمانانو ته ځانګړی ارزښت لري؛ ځګه پدې وخت کې موږ د یوه فرضي وخت لمونځ ادا کوو.  همدا شان خپل رب ته د دعا لاسونه لپه کوو  د اخرت او د دنیا په کارونو کي ترې مرسته او بښنه غواړو نه تنها دا بلکې د روژې په مبارک میاشت کې هم د دې وخت انتظار باسو. دا ماښام هم د ځمکې د وضعی حرکت سره تړلی چې وضعی حرکت بیا د ځمکې د انتقالي حرکت سره د اړیکو د لرلو له امله ثابت نه وي. که څه هم د دغه توپیرونو له پاره سیمه ییز لښتپاڼې جوړې شوې دقیقې نه دي ، شمیر ېې کم دی او په هر ځای کې ورته لاس رسی نشته عموما په کلیو او بانډو کې د ختیځ څخه د تورې تیارې راخپریدل چې د شپې د راتک ګواهي ورکړي ماښام بلل کیږي.
سپینې لیکې:
دا لیکې چې شمیر یې دوې دی یوه یې اوږده پلنه بله یې نری او لنډه. لنډه د شمال ختيځ څخه شمال لویدیځ ته په موازي ډول  غخیدلې، عوام یې  د دلدل منډه بولي.  د اوړي په شپو کي  دماښام څخه وروسته د شپې په لومړی برخه کې  د اسمان په پراخه سینه ښکاري او ستورپوهان یې کهکشان بولي او ګڼ شمیر ستوري یي په ځان کې ځای کړی دی.
وریځې :
تورې وریځې کوړه کوړه پلنې
ترې وتلې د لمر ژیړې ژیړې ستنې(۳)
وریځې په طبعیت کې د اوبو دوران د مهم غړي په توګه  چې تر اوسه ساینس پدې توانیدلی چې اویا (۷۰)ډوله وریځې، د دوی ځانګړنو ته په کتو(رنګ، لوړوالی، پراخوالي،بڼې، اورښت، پلنوالی، خوځښت لوری،  او نور) بیلې کړي. هو چې دغه ځانګړنې نظر موسم ته بدلیږي بیلګې په توګه په پسرلي کې توررنګه، کم دوامه ، غږلرونکې، بریښنا کوونکې، ټکه غورځیدونکې، عمودي ډوله غوړیدونکې وریځي وي؛ مګر په ژمي کې سپین رنګه، دوام لرونکې، بې غږه، بې بریښنا ، بې ټکې په عمودي او افقي دواړه ډوله غوړیدنکې وریځې دي یو متل هم داسې وایی:
( تورې وریځې ډارول کړي سپینې ارول)
د ورته سیمې ته مخامخ  ښکاریدونکي غرونه چې ګل کوپه يادیږي چې د لوړوالي او طبیعت له مخې د کال زیاتره وختونه په واورو پټ وي چې په سړو موسمونو کې د واورې پوښښ  تر ډیره پروت وي له همدې امله د سیمې پر خلکو یې اغیز له دی ټپې ښه ښکاري.
د ګل کوه لوړې ژورې
له سر دی مه خیژه لړې
باد :
زما او ستا تر منځ شول غرونه دیوالونه
دیدن د باد په لاس رالیږه چې راځینه
باد د یوه ارزشتمن نعمت په توګه د وریځووړنکی، د دانې او میوې جوړونکي بلل کیږي. له بله پلوه د انسانی ژوند ډیر پخوا له بادي قوې څخه کار اخیستی. په سمندرونو کې يی پرې بیړی، په وچه کې یې پرې ژرندې  او د هوا له لارې يې غلې دانې  د بیلولو چارې پرې چلولې؛ خو نن هم بیا د نوې کیدونکې انژرۍ په حیث د بیلوبیلو موخو له پاره لویه سرچینه ده. نه تنها دا بلکې د هغه لګیدلوری چې د پسرلي له پیل وروسته لویدیځ څخه، په ژمي کې له شمال څخه او د اوړي د ورځې له نیمایی وروسته د بړبوکیو د جوړیدو عامل  هم هغه  څه دي چې موږ ته څلیز ښیئ.
زرغونه(بوډی ټال):
دا هم د کال په ټولو موسمونو کی  پرته  له ژمی  چی واوره په کی اوری، بارانی  وخت کی  د اسمان په مخ  د غیشی لیندی ورته قوس په فضا کې د پرخې یا د بارانې څاڅکو په بڼه د اوبو شتون د لمر وړانګو په واسطه تجزیه  او پاشل  کیدل د دې عامل کیږي د ښکلو رنګونو  مجموعه  چې  د ورځې په اوږدو کې د لمر مقابل لوري ته جوړیږي منځ ته راوړي 
غله رس ګردونه:
دا ګردونه چې  د اوړي په موسم کې د پنځلسو ورځو له پاره پیدا کیږي ، د لنده بل او نورو ځانګړتیاوو په لرلو سره د غلو او دانو د پخیدو عامل کیږي چی معمولا د چنګاښ او زمري په میاشتو کی وي. څرنګه چې په لنډ وخت کي د غلیزو دانو دبدلیدو (تکامل) عامل کیږي؛ نو په همدې اړوند په اولس کې ویل کیږي: “په نهه میاشتو کې نه رسي، په نهه ورځو کې رسي”یا” زیړ یی پریښي شنه یې ربیدلي”.
په پورته متلونو کې اشاره همدغه د غله رس وخت او اغیز ته شوې. که په دې وخت کې لږ څه شنه غنم هم وریبل شي پخیږي.
 
پلاله سوري کیدل:
پلاله چې د غنم د بوټي د تنې برخې ته ویل کیږي؛ خو پورتنی اصطلاح عموما د غنمو د ریبلو په مانا ده دا وخت له غله رس څخه وروسته وي دا وخت ځکه د زیاتې پاملرنې وړ دی چې د هوا سړښت ورسره پیلیږي. نور په غرنیو سیمو کې د حاصلاتو ټولول پای ته رسي؛ خو د تر څنګ د پلالې ځای له اوبونې اړونې وروسته د منځنیو کښتونو له پاره لکه  اوربشې او غنم چې د یخنۍ پر وړاندې د واورې تر پریوتو پورې غبرګون ښودلی شي د څارویو دت غذیې یا د راتلونکي کال ته د حاصل ورکونې په موخه کرل کیږي .
 
د تورو بریښیدل:
د تورو بریښدل چې خلک یې د بريښنا کیدلو ته چې له تالندې سره مل وي  وایی، د هوا پوهانو په قول دا ډول وریځې قیف ډوله بڼه لري. تنها دا نه بلکې د اسمان تنیدل چې کله کله  ورسره دټ کې لویدل هم وي، چې پس له ژمي د آسمان تنیدل د لومړي ځل له پاره د پسرلي د موسم د پیل  یوه علامه ده.
تالنده:
هغه باران یا ږلۍ  ته ویل کیږي چې د کال د اوړي په موسم کې اوري چې وریځې یې ډير په بیړه د یوه کلي په کچه د اسمان د تنیدلو سره  چې تندرونه(ټکې) هم ورسره مل وي چې ځینې وختونه د سر او مال زیان هم اړوي منځ ته راځي د اورښت شدت یې زیات، وخت یې کم او د سیلابونو د راوتو سبب کیږي چې حمزه بابا هم وایی:
حمزه پاڅه زلزلې په خیبر راوله
تل ویښ وي تندرونه له بریښنا سره
 
کنګل کیدل:
که څه هم د اوبو کنګل کیدل معمولی خبره ده؛ خو دا فزیکی عملیه بیا په ځانګړي موسم کی کله چې د شپې او ورځې برابرښت یا د مني د څلیز له راتلو وروسته رامنخ ته کیږي د سیمې په لوړو غرنیو سیمو کې د کنګلونو لویې کتلې په جوړیدو پیل کوي. نه تنها دا بلکې کله کله د واورې اوریدل هم ورسره وي چې په سیمه کې د ساړه موسم د پیل نښه شمیرل کیږي.
 
څله:
چې دژ مي ځانګړي نښه بلل کیږي، د هیواد په لربر کی ویونکی لري.  عموما دا اصطلاح چي د څلویښتی یا د څلویښتو شپو مجموعه ده چی د لمرې کال  د مرغومی له پنځه ویشتمې نیټې څخه د کب تر پنځمې نیټې پورې دوام کوي، د خپلوځانګړتیاوو ته په کتو چی، لمده، وړه او لویو څلو باندې ویشل کیږي.  همدا پدې وخت کې هوا تر د اندازې یخه وي چې په ډيری خونو کې اوبه د ننه په لوښوکې کنګل کیږي ، واورې په پریمانه کچه اوري او سخت بادونه ورسره مل وي. 
 
برله:
برله  د کلمې جوړښت چې د باد د طبعی ځانګړتیاوو ته په کتو له هسک لور څخه ښکته لور ته  دی چې د درې باد دی.  د شمال څخه په جنوب غرب (د غزنی) لور ته  په لمري ورځو کې لګي  چی د  ژمي په موسم کې یې شدت زیات وي، د واورو د وړلو عامل کیږي چې له امله یې تګ راتګ چارې هم له خنډونو سره مخ کوي او ځانکړونو ته یې په کتو د نوي کیدونکې انرژۍ مهمه سرچینه ده.
د حوت راختل:
کب د کال وروستی میاشت ده چې لږ برخه یې څله په بر کې نیسی. له څلې وروسته د کمکی حوت وخت رارسي چې نښې یې د ځمکې څخه تاوونو راوتل دي. کله چې دا اندازه زیاته شی د لوی حوت نومول کیږي چې عموما د کب د میاشتې له پنځلسو ورهاغه خوا پیلیږي.
اخځونه:
۱-د پیرمحمد کاروان له اشعارو څخه
۲- درویش دراني له اشعارو څخه
۳- سیلمان لایق له اشعارو څخه
۴- عزت الله شمسزي له اشعارو څخه
۵-د باز محمد عابد له اشعارو څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *