په پښتو ادب کې د جمال یا ښکلا ستاینې لړمړۍ بېلګې د شیخ متي بابا په شعرونو کې ګورو، خو ستر اديب او شاعر خوشحال بابا ته هم د نیچرلېزم یا طبعیت پرستۍ د ستر انځورونکي شاعر په سترګه کتل کېږي، چې طبیعي مناظر یې په ساري ډول ستايلي او زموږ سترګو ته يې دروي، دلته به دهغه په شعرونو کې یواځې د پسرلي په ښکلا ستاينه پسې پلټنه وکړو.
پسرلی د ښکلا، طراوت او رنګونو موسم دی، نو ځکه خو به د خدای تعالی په دې پراخه نړۍ کې داسې څوک نه وي، چې ددې رنګین موسم له ښکلا نه دې انکار وکړي، خو دا چې پسرلی د ښکلا او جمال له کومې زوايې څخه ګوري، هغه د هر چا خپل ذوق دی.
د پسرلي الهام بښوونکې ورځې د هر انسان احساس او طبعیت را پاروي، چې د ا احساس طبعا په ښکلا او جمال یو ډول اقرار دی. د شاعر مغز او ذوق حساس وي او د عادي خلکو له ذوقونوو سره توپیر لري، نو له همدې امله کله کله له ډېرو بدرنګو څیزونو ښکلي شیان جوړوي او د یوه ماهر انځورګر په څېر يې مخامخ زموږ سترګو ته دروی.
د همدې ښکلو انځورونو او ښکلا ییزو تابلوګانو له امله ځینې وخت د شاعر شعر تلپاتې کېږي، د ژوندي پیغام جامې اغوندي او دغه پیغام د زمانې په تېرېدو هم خپل رنګ نه بایلي، داسې شاعران به ډېر کم وي، چې په خپل شعر کې يې د پسرلي او ورسره متناسبو کلمو نوم نه وي راوړی، یایې دې شعري تشبیهات او استعارې د پسرلي په رنګ نه وي رنګولې.
د پسرلي متناسبې کلمې، ګل، بلبل، چمن، وږمې او نور په یو ډول نه یو ډول خامخا د شاعر په شعر کې راځي، خو د پښتو ژبې ستر شاعر او مفکر خوشحال بابا تر بل هر شاعر په پسرلي زیات مین دی، هغه که د حماسو شاعر دی او دخیال شاهین يې د ننګ او جنګ په سردرو ګرځی، نو د پسرلي د نرم طبعیت ستاینه یې هم نه ده هېره کړې، په خپلو پسرلنیو شعرونو کې يې ګل، بلبل او خزانونه د شعر ښکلي انځورونه جوړوي، هغه ریښتیا هم په ګلونو زړه بایللی او له خزانونو کرکه کوي، کله کله خو په پسرلنیو وږمو مست ګل هم د خزان له وېرې مخکې له مخکې خبروي.
په دې باغ کې به دې پاتې نه وي ګله
که خبر شې د خزان له تطاوله
دا څو ورځې غنیمت ګڼه په باغ کې
چې په تا باندې سینه وهي بلبله
خوشحال بابا په خپلو شعرونو کې د سهارنۍ وږمې ذکر هم کړی دی ، هغه له ګلونو غواړی، چې باید دسبا باد یا دسهارني نسیم احسان مند اوسي، ځکه چې همدا دسبا باد دی چې ګلونه غوړوي.
د سبا باده ګذر په چمن بیا کړه
په چمن کې رنګا رنګ ګلونه واکړه
*****
رنګا رنګ غنچې دې واکړې په چمن کې
د خوشحال لپاره ښه راغلې صباحه
*****
د سهار نسیمه ښه راشه ګلش ته
د ګلونو شګفتن دی شګفتن
*****
چې ګل د باغ کا خندا بنیاده
بلبلې ژاړي له ډېر فریاده
څوک به خندا کړي، څوک به ژړا کړي
دا چارې ستا دي د سبا باده
د پښتو ژبې د یوې پسرلنۍ لنډۍ مضمون داسې دی:
ګلان له خاورو پیدا کېږي
زما جانان تر ګل نازک خاورو ته ځینه
د همدې ښکلې لنډۍ مضمون د خوشحال په شعر کې په دې ډول راغلی دی :
له دې خاورو چې ګلان زېږي خوشحاله
دا په دې چې تل وردرومي مه جبینې
د پسرلي په اړه یو متل هم شته، چې پښتانه یې هغه مهال کاروي، کله چې د یوه کار د پیل نه د هغه کار مثبته یا منفي خوا، یا په بل عبارت ګټه او تاوان اټکل کېږي.
((ښه کال له پسرلي معلومېږي))
دا ټکی چې ښه او باراني پسرلی د ښه او سمسور کال خبر ورکوونکی وي، خوشحال بابا ډېر پخوا درک کړی او ويلي يې دي:
بیا له ورایه په خندا راغله نګاره
د ښه کال خوبي ښکاره وي له بهاره
همدا متل په دري ژبه کې هم شته او په دې ډول راغلی دی(( سال که نیکو است از بهارش پیدا است))
خوشحال د ګلونو تازه ګي او طراوت د معشوقو له لاسه ګڼي او د معشوقې لاسونه يې ورته د ګلونو له څانګې هم اوچت ښکاري:
ګل چې ستا په لاسو درغی تازه شو
لاس دې لا شرف لري د ګل تر ښاخ
هغه خپل ځان ته وایی، چې هر وخت د ګلونو په نندارو پسې وځه او د پسرلینو ګلونو څو پاتې او تلونکې ورځې په خوښۍ تېرې کړه.
د بهار په سیل تل درومه خوشحاله
چې یو څو ورځې د ګلو پر کاله شته
*****
ساقي راشه شراب راکړه د سرو سترګو
تر چشمانو دې ځارېږم چې بهار ځي
دا دې هر عاشق طبعیت وي، چې معشوقه یې باید یواځې او یواځې دده لپاره وي، له ده پرته دې بل چا ته نه ګوري، خوشحال هم د ګلونو د نندارې پر مهال له خپلې معشوقې دا تمه کوي او وايي:
چې دبل باغ و ته سترګې کږې نه کړې
چې زما د باغ بلبله یا توتا یې
خو کله چې د پسرلي په موسم کې له چا سره معشوقه نه وي، پسرلي هم ورته پیکه او بې مانا ښکاري، ځکه چې د پسرلي په ښکلا کې دبېلتون ترخه دردونه هم نغښتې وي او هره ښکلا ورته خپله معشوقه انځوروي.
چې دیدن د دلبر نه وي زه يې څه کړم
که ګلونه شګفتن راته هر لور کا
*****
د ګلونو په موسم کې هغه خوار شول
چې ګلرنګه معشوقه يې ترڅنګ نه وه
*****
چې دا هسې نوبهار درومي بې میو
دا خبره په هر چا ده نا صلاحه
*****
زه له تا جدا په سوز او په ګذاز یم
ته به ګشت د ګلستان لاس په مینا یې
د پسرلي لومړۍ شپې ورځې په ګلونو پیلېږي او دا نوي ټوکېدلي ګلونه هر چاته د پسرلي د راتلو زېری ورکوي، خوشحال بابا هم فرمايي:
د نرګس ګلونه پلي سواره راغله
ننداره يې د بهار کړه افتتاحه
ګلونه هم رنګارنګ او بېلابېل ښکلي په زړه پورې رنګونه لري، چې ظاهرا يې هر یو په خپل ځای کې ښکلی ښکاري، اصلا همدارنګونه په ګلونو کې د ښکلا اوچت معیار دی، ممکن د کوکنارو ګلونه د غاټولو او ریدي ګلونو سره ډېر ورته والی ولري، خو د خوشحال بابا وینا داده، چې د ګلونو د ښکلا معیار د رنګ ترڅنګ خپله دهمغه ګل ښکلې وږمه یا خوشبويي ده، چې په اساس يې ښه او بد ګلونه یا اصل او کم اصل ګلونه له یوبل نه پرې بېلېږي.
رنګ او بوی دې هم هغه شانې پیدا کړي
که په رنګ د یاسمین دی ګل د سپاندې
زموږ په نظر ښکلي باغونه هغه وي، چې سمسورې ونې، شنې او روانې ویالې، ګلبوټي، رنګا رنګ مېوې، روغبړ ځایونه او داسې نور څیزونه ولري، خو د خوشحال په نظر که دا هر څه په بڼ کې موجود وي، خو چې د بلبلو له شور ماشوره خالي وي، نو کومه مرتبه نه لري:
مرتبه د هغه باغ څه پاتې نه ده
چې خالي وي د بلبلو له غلغله
نوروز د کال لومړۍ ورځ ده او په دې ورځ نوی لمریز کال پیلېږي، چې د پسرلي د رنګین موسم د وري میاشتې لومړۍ نېټه وي، زموږ دهېواد او نړۍ په نورو ګڼو هېوادونو کې په دې میاشت کې باغونه شنه کېږي، د ژمي یخنۍ ورکې وي، هره خوا شنه او سمسوره ښکاري، خو د هېواد په پلازمېنه کابل او نورو مرکزي سیمو کې د نوروز له راتلو سره سره غرونه او باغونه سپېره او نا غوړېدلي وي، چې ورسره د یو څه یخنۍ احساس هم کېږي، خوشحال بابا وایي:
که یو ګل و ماته راکړې د خپل باغ
خدای د تا ترو تازه لري تر باغ
نور باغونه د نوروز به ورځ غوړېږي
پر اهاړ کړي غوړېده د کابل باغ
دا لنډۍ ممکن ډېرو لوستې یا اورېدلې وي چې :
ګل له بورا سره جوړېږي
مناسب نه ده چې زاغان يې بویونه
ددې لنډۍ لرې یا دوهمه مانا هرې خوا ته تلی شي، خو خوشحال بابا هم دې لنډۍ ته ورته مضمون په همدې بڼه، خو بربنډو او بدو الفاظو بیان کړې، چې کراهت لري:
د ګونګټ مینه په غول په خوشایه ده
خاصګي مینه له ګل سره بورا کا
لنډه دا چې زموږ ستر مفکر د پښتو شاعرۍ یو ستر نیچرلیست یا طبعیت پرست هنرمن شاعر دی، د پسرلي د موسم ډېرې رنګینې او ښکلې منظرې يې لکه د ژوند نور موضوعات او اړخونه په خپل شعر کې د ژوند شېبو د یوه انځور په توګه ایسار کړي دي او موږ يې هر کله وخت په وخت ننداره کولی شو. خپلې خبرې دهغه په لاندې یو څو پسرلنیو بیتونو پای ته رسوم.
څو په باغ کې یوه غوټۍ د نوبهار شته
د بلبلو د توتیانو پرې چغار شته
*****
افرین دې وي په ول ول تورو زلفو
چې یې ځای د پاسه ونیوه د ګلو
د خوشحال په ګل رېزۍ کې بهار راغی
په زېبا وینا هر ګل ته مقابل یم
*****
چې وېرېږم د بهار په ښو ګلونو
چې باران شي د باران سره جاله شته
پای