ډیر ځله مو ښايي دا اوریدلي وي چې پلانی سړی یا پلانۍ میرمن په پوست پاکه نه ده او کله چې پوښتنه وکړئ ولې ؟ نو د شک په بنیاد ځواب به واورئ د مثال په توګه ممکن درته وویل شي ځکه چې دغه میرمن مې له یوه نا اشنا سړي سره ولیده نو ما ته سمه نه ښکاري ، دا څرګند شک او بدګماني ده . له بده مرغه زموږ په ټولنه کې شک او بدګماني ډیره عامه ده کله چې تاسو یو څوک عملاً په یو بد کار نه وي لیدلی او ستاسو ذهن د هغه په هکله منفي فرضیې جوړوي دا د شک ناروغي ده چې باید علاج ېې وشي .

د انسانانو ترمنځ ټولنیژ ژوند د مینې او اعتماد په اساس شونی وي که دغه چاره نه وي او انسان په بدګمانۍ کې ژوند وکړي نودغه کس یوازې او منزوي کیږي.

د میرمنې او خاوند ترمنځ بې باوري او شک هغه ښکارنده ده چې په ټوله نړۍ کې لیدل کیږي او د ډیرو کورنیو بنسټ ېې له منځه وړی دی طبیعي خبره ده چې افغانستان هم په دې برخه کې استثنا نه دی خو زموږ په تولنه کې ممکن توپیر دا وي چې د میرمنو له لوري د خیانت مسله کمه خو د نارینه وو له لوري ډیره وي دا په داسې حال کې ده چې په ناروې کې یوه سروې ښيي چې ۳۹ په سلو کې نارینه وو له خپلو میرمنو سره خیانت کړی دی او ۴۸ په سلو کې میرمنو له خپلو خاوندانو سره خیانت کړی دی .

البته زموږ کلتوري او اسلامي ارزښتونه ددې سبب شوي دي چې دغه ښکارنده کمه ولیدل شي او بله دا چې افغان میرمنې خپلو خاوندانو ته د مرګ تر ساعته وفادره وي او ډیر څه زغمي دا چې دغه زغم سم دی که نه په دې هکله اوس څه نه وایم ځکه دا بیل بحث دی.

په هر حال خیانت او یا د میرمنې او خاوند ترمنځ شک او بدګماني ستونزې جوړوي او ډیرځله کیسه تر مرګ ژوبلې هم رسیداي شي دلته دوه مطرح وي یو خیانت او بل بدګماني، خیانت د رټلو دی او باید له کلتوري او فرهنګي پلوه ورته کار وشي خو بد ګماني له روانی پلوه ناروغي ګڼل کیږي ځکه ډیر ځله له دې پرته چې خیانت شوی وي پر یو بل شک کیږي او دغه چاره د ��ورنۍ اډانې لړزانه کولی شي.

موږ دلته پر خیانت ډیر نه تم کیږو یوازې پر شک او بدګمانۍ خبرې کوو.

د سالم ژوند لپاره مینه ، صداقت ، اعتماد او خوشباوري اساسي توکي دي دغه ټول شیان د شک په سیوري کې پو پناه کیداي شي. پاک خداي موږ ته عقل او د تفکر قدرت راکړی دی چې په مرسته ېې سمه لاره کچ کړو خو ډیر ځله د شک او بدګمانۍ ناروغۍ ډیر هوښیار او پوه کسان هم له ستونزو سره مخامخ کړي او د سمې پریکړې توان ېې ترې اخیستی دی.

ځینې ارواپوهان باوري دي چې شک، بدګماني، سټرس او وسواس په ټولو انسانانو کې پیدا کیږي او تر یوه حده د یوه نارمل انسان نښې هم ګڼل کیږي ځکه که شک ونه شي پرمختګ هم نه شي کیداي خو که دغه شک له حده زیات شي او زموږ انډول را خراب کړي نو بیا دا یو ډول ناروغي ګڼل کیږي.

د ارواپوهنې له نظره شک او بدګماني هم په دوه ډولونو ویشل شوې ده یو دا چې میړه یا میرمن له دې پرته چې له مقابل لوري کومه تیروتنه وګوري شک کوي دغه کسان وسواسي وي او ډیرځله حتي پر ځان هم شک کوي .

دغه ډول کسان لومړی باید دا ومني چې ستونزه لري له هغه وروسته په تمرین او مراقبې سره ځان اصلاح کولی شي کله چې شک ورته پیدا شو له ځان سره دې ووايي چې د میړه او یا میرمنې له لوري ېې کوم داسې کار لیدلی چې باید شک پرې وشي .له لږ فکر کولو وروسته پوهیداي شي چې داسې کوم شی نه شته او منطق ورسره مرسته کوی چې شک ختم کړي.

ارواپوهان باوري دي غوره ده دغه کسان له یوه ارواپوه سره مشوره وکړي دا چې په هیواد کې دغه چاره څومره شونې ده دا بیل بحث دی خو لیرې نه ده چې پر فزیکي معایناتو سره بیره افغانان روانشناسانو ته هم مراجعه وکړي.

دویم ډول هغه شک دی چې میرمن یا خاوند د مقابل لوري کوم عمل یا خبره واوري په دغسې حالت کې ممکن شک او بدګماني هم سم وي خو له دې سره سره دغسې شک هم که ځنډنی شي ارواپوهان ېې وسواس بولي ځکه که په رښتیا کومه مسله وي باید ژر تر ژره مطرح او حل شي.

ځکه که حل نه شي له رواني پلوه انسان تر سخت فشار لاندې وي او ممکن خطرناک کارونه تر سره کړي.

کله چې له دغسې یو حالت سره مخامخ شوئ نو لومړنی ښه کار به دا وي چې دغه مسله له خپل خاوند یا میرمنې سره مطرح کړئ او په هرډول چې وي ځان ډاډه کړئ چې خبره سمه ده که نه ، که مو شک بې ځایه وي بیا هم کرار مه کنیئ او له ځانه دغه بدګماني ورکه کړئ.

هیڅکله په شک او بدګمانۍ کې ژون مه کوئ حتي که مو مسله له میرمنې یا خاوند سره مطرح کړه او هغه یا هغې انکار وکړ تاسو په دې حالت کې هم کرار مه کینئ او په هر ډول چې وي دغه خبره ورته ثابته کړئ او ثبتونه پيدا کړئ او بیا وروښیئ چې تاسو احمق نه یاست او په کیسه پوه یاست دلته نو بیا په تاسو پورې اړه پيدا کوي چې څه فیصله کوئ له اسلامي او افغاني احکامو سره سم عمل کوي که کومه بله لاره غوره کوئ ډیر ځله اسلامي فقهه او احکام زموږ تر کلتور او رواجونو ښه وي غوره ده هغه ملاک وګرځوئ.

که مو خبره ثابته نه کړاي شوه بیا هم خبره له خپلې میرمنې یا خاوند سره مطرح کړئ او ورته ووایئ چې تیروتنه مو کړې له روانې پلوه دغسې کسان کامیابه ژوند درلودلی شي.

تر ټولو مهمه مسله دا ده چې په لومړني شک او حتي په لږ ثبوت سره هم بل څوک مه خبروئ حتي نیژدې خپلوان مو مه خبروئ ممکن دغه خیانت چې تاسو کشف کړی د اسلام له حدودو تیری نه وي نو که بل څوک پرې خبر شو بیا راتلونکی ژوند تر یو چت لاندې سخت وي .

لکه چې په سر کې مې وویل زموږ په ټولنه کې د میرمنې له لوري خیانت ډیر کم لیدل کیږي حتي په نشت حساب دی که خیانت هم کیږي د سړیو له لوري به وي خو له اسلامي او افغاني کلتور سره سم په مینه او اخلاص ژوند او پر یو بل اعتماد د ګډ ژوند لومړني اصول دي.

بله مهمه خبره دروغ دي دروغ د شکونو او بدګمانیو مور ده نو له خپلې میرمنې او یا خاوند سره ریښتوني اوسئ هیڅ شی له یو بله مه پټوئ.

په نوې اروپوهنې کې بد ګماني او شک په دریو ډولونو ویشل شوی دی:

لومړۍ ډله بدګمانه شخصیتونه دي دوي په هر شي او هر چا بدګمانه وي او تل په یو ډول دفاعي حالت کې وي او شاوخوا کسان ځانته ګواښ ګڼي دغه ډول کسان منزوي ا ویوازې وي .

دویمه ډله هغه کسان دې چې هلوسینیشن یا برسمات لري دوي تل فکر کوي چې څوک هڅه کوي دوي ووژني یا زهر ورکړي ځینې دغه ناروغان ځان ډیر مهم ګڼي او یا له حده زیاد حسادت کوي دا هم ناروغي ده چې باید علاج ېې وشي.

دریمه ډله کسان شیزو فرنیک ناروغان دي دغه ناروغان تل فکر کوی چې خلک ددوي په هکله غږیږي او یا ورته پلانونه جوړوي چې سمه معالجه غواړي.

په هرحال ډیره ځله موږ په هرشي شک کوو خو شک هغه وخت ډیریږي چې رښتیا ونه ویل شي دغه کیسه زموږ په حکومتونو کې هم لیدل کیږي کله چې حکومتونه واقعیتونه ونه وايي او خبرونه سانسور کړي خو د خلکو شک او بدګماني هم زیاتیږي.

بد ګمانه کسان خاصي ځانګړتیاوې لري ټول تل د خپل خاوند یا میرمنې حرکات څاري او تل د یوې فرضې د حل په فکر کوي او په دې ډول هڅه کوي خپله میرمن یا خاوند محکوم کړي ارواپوهان واي دغه کسان غالباً مودبه او د قوي استدلال څښتنان هم دي ، ډیری پکې ځان ډیر اخلاقي او متعصبه هم معرفي کوي. په هر حال هر هغه شی چې فکر کوي ستاسو شک او بد ګماني ختموي وېې ازمايئ او حل لاره ورته پیدا کړئ دا سخت کار نه دی لږ فکر او تعقل غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *