همت یار جانزی:پکتیکا

پکتيکا ولايت د يحى خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ د موټربم په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان  په دې اړه تاند ته وويل، چې دا پېښه  تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا درى بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو ډک کاماز موټر د ولسوالۍ ودانۍ ته ننباسي او بيا چاودنه ورکړي.

خو نوموړى وايي، پوليس موخې ته له رسېدو مخکې پرې خبر شول او ځانمرګي د پوليسو د ډزو له امله خپل موټربم د ولسوالۍ له دېوال سره الوځولوى دى.

ځدراڼ وويل، چې په دې پېښه دوه عام وګړي وژل شوي او پنځه پوليس ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دې بریدکې دولسوالۍ دننه ګڼو دولتي سرتېرو اوچارواکوته دمرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *