د یونان بیرغ

 په یونان کي د افغانستان د سفارت د پرانیستې په تړاو په یونان کې د افغانانو د ټولتی مطبوعاتی اعلامیه

په یونان کې نږدې درې میاشتې کیږي چې د افغانستان له خوا شارژدافیر معرفی شوی خو تر اوسه یې افغانانو مخ نه دی لیدلی. موږ د دشارژدافیر ښاغلی سراج الحق سراج له رارسیدو سره سم هڅه وکړه چې له نوموړي سره ملاقات وکړو څو په یونان کې د میشتو افغانانو د ستونزو په تړاو او همداشان د افغانانو د هغو شکایتونو په اړه خبری ورسره وکړو چې د دوی له سیمه ییزو همکارانو څخه افغانانو لرلی. وروسته له لسګونو ټیلفونی اړیکو ښاغلی شارژدافیر په یونان کي د افغانانو د ټولنې له مشرانو سره له ملاقات څخه انکار وکړ او خپل بی معنی دلیلونه یی وړاندی کړل په دی دوران کي او تر دی مخکي هره ورځ د افغانانو ټولنې دفتر ته د سفارت ناسم تعصب نه ډک چلن څخه شکایات را روان و. موږ په دې تمه وو چي د سفارت پرانیست غونډه کي به په دې مسئله له دوی سره خبری وکړو، نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی یونان ته راورسید سبا د سفارت پرانیست غونډه ده خو د افغانانو د ټولنی هیڅ غړي ته تر دې دمه بلنه نه ده ورکړل شوې او نه هم د بهرنیو چارو وزیر په یونان کي د افغانانو د ټولنی غړو او قامی مشرانو ته د ملاقات زمینه برابره کړې. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چي د افغانستان سفارت په قامی او ګوندي ډګر بدل کړی، د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ټولو د حقوقو ته باید درناوی وشی سفارت دهیڅ ګوند ډلی یا شخص شخصی جایداد نه دی د ولس کوردی باید ټول ولس سره یو ډول چلند وکړی.

 یادونه د افغانانو ټولنه په یونان کي د افغانانو لومړنۍ رسمی ټولنه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د یونان له دولت څخه رسمن د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی. همداشان مخکي چي په یونان کي د افغانستان سفارت نه و، د سفارت کارکوونکو ته د افغانانو ټولنی دفتر کي ځای ورکول کيده چي خپلې چارې پرمخ یوسی.

 په یونان کي د افغانانو ټولنې بریښنالیک [email protected] داړیکی شمیره:00306946115222

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *