په یونان کې د افغان ماشومانو پر وضعیت د بشري حقونو اندېښنه

تاند- د بشري حقونو څارونکې ډلې په یونان کې د هغو افغان پناه غوښتونکو ماشومانو او زلمکو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړه، چې میندې او پلرونه یا نور نژدې خپلوان ورسره نشته.

دې ادارې، په یوه تازه راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې یونان ته اکثره تللي ماشومان افغانان او سوریه وال دي. دا ماشومان په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو، په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستلو، د ماشومانو د ودونو او له تعلیمه د بې برخې کېدو په خاطر په خطرناکو مځکنیو او سمندرو لارو یونان ته تللي دي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنري پر اساس، په ۲۰۱۴ م کال په یونان کې تر شپږ زره سلو زیات پناه غوښتونکي ماشومان او زلمکي ثبت او راجستر شول چې د هغو په منځ کې ۱۱۰۰ یې داسي ماشومان ول چې سرپرستان یې نه لرل او په یوازې سر یونان ته رسېدلي ول.

خو د بشري حقونو د څار ډله وايي چې یونان ته د داسي تللیو ماشومانو حقیقي شمېر تر دې زیات دی.

د دې ادارې په وینا ډېری ماشومان او زلمکي، د دې لپاره چې ژر له توقیفه خوشي شي، خپل حقیقي عمر نه ښيي او ځانونه تر اتلسو کلونو زیات ښيي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې دا راپور یې په یونان کې له ۱۰۰ پناه غوښتونکو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.

د دې ډلې په وینا تر ۴۱ زیات ماشومان، چې د دې راپور لپاره ورسره مرکې شوي دي، د افغانستان او سوریې اتباع دي چې ۲۴ یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ هلکان ول او یوازې یې ځانونه یونان ته رسولي دي.

په دې راپور کې د افغان سیمه ییزو پولیسو، طالبانو او د ایران د پولیسو ناوړه چلند ته هم اشاره شوې او د افغان ماشومانو په مهاجرت کې یې د رول یادونه شوې ده.

راپور په هلمند او نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري ښووننځیو ته د ماشومانو د نه پرېښودلو او د ایراني پولیسو له لوري له افغانانو څخه په جبري ډول د کار اخیستلو جزییات راغلي دي.

One thought on “په یونان کې د پناه غوښتونکو افغان ماشومانو پر وضعیت د بشري حقونو اندېښنه”
  1. دافغانستان او سوریی دولتی مشران دوسان او وطنفروشان دی نو زکه ولس درپدره او سرگردانه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *