تاند- په یونان کې پولیسو نن /شنبه/ وویل چې یو البانیايي وګړی یې د یوه افغان د وژلو په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا نیول شوی کس ۲۷ کلن دی او پر هغه تور دی چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په یوولسمه یې یو افغان وژلی دی.
یو بل ۲۷ کلن البانیايي مخکې د دغه افغان د قتل په تور نیول شوی او اوس بندي دی. همداراز یو ۲۹ کلن په دغه قتل کې د لاس لرلو په خاطر تر تعقیب لاندې دی.
پولیس وايي چې دغو درو تنو تېر کال یو ۳۰ کلن افغان له لفظي شخړې وروسته په اتاکي چوک کې وواژه.
درې واړه تورن کسان د البانیا اتباع دي.
۲۹ کلن تورن، چې لا نیول شوی نه دی، په دې تورن دی چې مقتول یې په سر وهلی او بیا له ملګرو سره تښتېدلی دی.
تحقیق کوونکي وايي چې درې واړه مشکوک کسان د مخدرو موادو له قاچاقه رانیولې تر جعلکارۍ او منظمو جنایتونو پورې دوسیې لري.