تاند – د یونان په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو په یوه کمپ کې څلور تنو پاکستاني وګړو په خپل یوه هېوادوال باندې جنسي تېری او تشدد کړی دی.

د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼې نن د سپتمبر په ۲۸مه په خپله آنلاین ګڼه کې ولیکل چې د پېښې د قرباني عمر ۱۶ کاله دی او لیکي چې متجاوزین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

اردو پواینټ لیکي چې چې یاد څلور کسان به د پولیسو له خوا تر قانوني مراحلو تېر شي او کېدای شي چې د ډله ییز تېري او تشدد له امله د بند سزا ورکول شي.

تر دې مخکې په برتانیا کې یو شمېر پاکستاني ځوانانو د ۸ او ۱۱ کالو په عمر نجونو باندې جنسي تېري کړي ول چې بیا د پولیسو له خوا ونیول شول.

ویل کیږي چې په یونان کې خواوشا ۶۰ زره کډوال په دې تمه شپې ورځې تېروي چې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځانونه ورسوي، په داسې حال کې چې اروپایي اتحادیه هڅه کوي چې دغې لویې وچې ته د ورتلونکیو کډوالو شمېر د امکان تر حده راکم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *