تاند- د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو لپاره هڅې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.
په دې لړ کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال سکاټ میلر او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات د سولې د عالي شورا د دارالانشا له ريیس عمر داوودزي سره د دې لویې جرګې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

دوی د سولې د مشورتي لویې جرګې د امنیت د ټینګېدو پر لارو چارو او په دې لویه جرګه کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ګډون په اړه وږغېدل.
د اجرايي رييس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۱ کاندیدانو د سولې له مشورتي لویې جرګې سره مخالفت کړی دی.
عبدالله ویلي چې د دې لویې جرګې د جوړېدو په اړه له ده سره مشوره نه وه شوې.
خو عمرداوودزي، چې د دې جرګې د دایرېدو د چارو سمبالوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې مشورتي لویه جرګه به په خپل ټاکلي وخت یعني د ثور په نهمه (راتلونکې دوشنبه) جوړه شي.
ده پرون له یو شمېر کاندیدانو او دیني عالمانو سره په لویه جرګه کې د ګډون په اړه وکتل.
همداراز ټاکل شوې ده چې ژر د ولسمشر غني له لوري د ولسي جرګې نوې کاري دوره پیل شي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک وايي چې روانه اوونۍ به ولسي جرګه پرانیستل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي وايي چې له کابل، میدان وردک او غزني پرته به د ټولو ولایتونو د انتخاباتو نهايي نتیجې نن /سې شنبه/ اعلان شي.
په غزني کې انتخابات نه دي شوي خو د کابل او وردک د ولسي جرګې د انتخاباتو په پایلو کې جنجالونه شته.
په مشورتي لویه جرګه کې د ولسي جرګې د غړیو ګډون ضروري دی.
د عمرداوودزي په وینا په دې جرګه کې به شاوخوا ۳ زره استازي ګډون وکړي.