تاند- په لغمان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او یوولس نور ژوبل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل چې دا پېښه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ د فرمانخېلو په سیمه کې د یوه سراچه او الټو موټر د ټکر په نتیجه کې وشوه.
د ځواک په وینا د الټو چلوونکی او یوه سپرلۍ (ښځه) په موټر کې د ګیسو د ډبې د اور اخیستو له کبله مړه شوي او په دغه موټر کې شپږ تنه نور ناست کسان ژوبل شوي او د لغمان د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
(د ځواک څرګندونې)
په ټپیانو کې ۵ ماشومان، ۴ نارینه او دوې ښځې شاملې دي.
په افغانستان کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي مقرراتو د نه رعایتولو او د سړکونو او موټرو د کیفیت د خرابوالي له کبله ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.
تقریباً هره ورځ په لویو لارو ترافیکي پېښې کېږي. د ځینو شمېرنو پر اساس د وسله والو طالبانو له لوري تر جګړې په ترافیکي پېښو کې زیات افغانان مړه کېږي.