تاند- د امریکا د سرحدي ګزمې ځواکونو د یکشنبې په ورځ په پورتوریکو کې یوه کوچنۍ بېړۍ تعیب کړه او په هغې کې یې ۳ ملیونه او ۷ لکه ډالر وموندل.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، د امریکا د ګمرک او پولو د ساتنې د ادارې ځواکونو بېړۍ وروسته له دې تعقیب کړه چې له پورتو ریکو څخه د امریکا وریجن ټاپوګانو ته روانه وه خو څراغونه یې مړه وو.
دوی وايي، کله چې د بېړۍ لور ته وخوځېدل هغې خپل مسیر سمدستي بدل کړ او ځان یې د پورتوریکو ساحل ته ورساوه.
دوی وايي چې په بېړۍ کې څوک نه و خو درې بکسونه یې وموندل چې په هغو کې ۳ ملیونه او ۷ لکه ډالر وو.
چارواکي باور لري چې دا پیسې د مخدرو موادو د قاچاقبرو دي.