تاند- د الیکتریکي یا برقي موټرو په تېره بیا د اتومات موټرو یوه ستونزه د هغو سرعت دی.

خو اوس یوې کمپنۍ داسې اتومات یا بې چلوونکي برقي موټر جوړ کړی چې په څه کم یوه ثانیه کې (۱،۸۵) کې خپل سرعت له صفر څخه ۱۰۰ کیلومترو ته رسولی شي.

دا موټر، چې ریماک (Rimac) کمپنۍ جوړ کړی، د ټیسلا او رودستر تر موټرو هم تېز دی.

د موټر جوړولو ریماک کمپنۍ د خپل دې موټر لومړنی ډیزاین د جینیوا د موټرو په نندارتون کې وړاندې کړی دی.

د دې موټر انجن ۱۹۱۴ هارس پاوره دی او کېدای شي چې سرعت یې تر دې هم په ځلونو زیات شي.

د دې موټر لومړنی ډیزاین (Concept Two) نومېږي او د ریماک کمپنۍ په وینا سرعت یې په هر ساعت کې ۴۲۰ کیلو مترو ته رسېدای شي.

دا به د نړۍ تر ټولو چټک برقي موټر وي.

د روډستر برقي موټر په نژدې ۲ ثانیو کې له صفره په ساعت کې ۱۰۰ کیلو مترو ته رسېږي.

د ریماک کمپنۍ د موټر بېټرۍ ۱۲۰ کیلوواټه ده او په هر ځل چارج کېدو ۶۴۰ کیلو متره مزل کولی شي.

د ریماک کمپنۍ په وینا د دې موټر بېټرۍ د لیتیم ۷ ملیونه سلولونه لري او په ۳۰ دقیقو کې په سلو کې  ۸۰ چارج کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *