تاند- د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي چې په افغانستان کې یو امریکايي پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د واشنګټن پوسټ (انلاین) ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د افغانستان په جنوب کې ظاهراً د نفوذي عناصرو د حملې په نتیجه کې شوې ده.
د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې پېښه تایید کړې خو د هغې دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوو ژوبل شویو امریکايي پوځیانو روغتیايي وضعیت ښه دی او ژوند یې له خطر سره مخامخ نه دی.
د وژل شوي او ټپي شویو امریکايي پوځیانو هویت تراوسه څرګند کړای شوی نه دی.
همداراز تراوسه پورې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
خو واشنګټن پوسټ وايي، یوه افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا حمله په اروزګان ولایت کې شوې ده. د ورځپاڼې پر اساس، وژل شوي او ټپي شویو پوځیانو په اروزګان کې د امریکايي سلاکارانو ساتنه کوله.
دا د اپریل له ۳۰ مې را په دې خوا لومړنۍ پېښه ده چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې امریکايي محارب پوځي وژل کېږي.
له دې جلا نن /یکشنبه/ د جلال اباد په یوه مدرسه کې د چاودنې په نتیحه کې لږترلږه یو تن وژل شوی دی. د دې پېښې جزییات تراوسه پورې نه دي ترلاسه شوي.