تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا په هڅو د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې تر پنځه سوه زیات افغان او پاکستاني طالبان د افغانستان له محبسونو څخه خوشي شوي دي.
دا کسان، چې د ځانوژونکو حملو په شمول په مختلفو جرمونو بندیان ول، د ولسمشر حامد کرزي په فرمان او د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي شوي دي.
دا کسان د دې لپاره خوشي کړای شوي چې له طالبانو سره د دولت د سولې له بهیر سره مرسته وشي خو ادعا کېږي چې یو شمېر خوشي شوي کسان بېرته د جګړې میدان ته تللي دي.
د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا له هلوځلو سره سره طالبانو بیا بیا د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په وروستیو کې وویل چې طالبان نه غواړي چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي.
زما یوه پوښته له افغانانو نه دا چی ایا طالبانو کوم یرغمل خوشی کړی دی افغان پوځ د سر په بدله ونیسی او دوی بیرته خوشی کړی کاشکی دا کار طالبانو هم کولی هر میاشب په لسګونو بی ګناه افغانان د طالبانو له خوا نیول او بدون له محکمی یی وژنی دا دوی ته کوم دین او مذهب جواز وکړی دی