تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه بله څرخکه د چهارشنبې په ورځ ناوخته ولوېده.
راپورونه وايي چې دا څرخکه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې وروسته له دې وغورځېده چې اور یې واخیست.
تر دې پېښې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې د ملي اردو د روسي هیلي کوپترونو پر لوېدو اندېښنه ښکاره کړه.
په وروستیو کې د ملي اردو څرخکې یو په بل پسې لوېږي او د اکثرو د لوېدو علت تخنیکي ستونزې بلل کېږي.
د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وویل، دفاغ وزارت او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک قومانداني باید د ملي اردو د هیلي کوپترونو د پر له پسې لوېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
ده همداراز وویل چې له دفاع وزارت څخه غواړي چې د هیلي کوپترو د لوېدو د علت په اړه توضیح ورکړي.
په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري وویل، په وروستي یو کال کې د ملي اردو تر ۱۰ زیاتې څرخکې غورځېدلې دي.
دې همداراز وویل چې د الوتکو پېلوټان په زیات مصرف روزل کېږي خو په هوايي پېښو کې له لاسه وځي.
په مشرانو جرګه کې د کاپیسا استازي محي الدین منصف وویل، که هیلي کوپترونه تخنیکي ستونزې لري؛ دفاع وزارت باید اجازه ورنه کړي چې الوتنې وکړي او که تخنیکي کارکوونکي یې وړتیا نه لري باید برطرفه شي.
اکثره غورځېدلې څرخکې ایم آی ۱۷ روسي دي.
په فاریاب ولایت کې وروستۍ پېښه هغه مهال وشوه چې د پښتونکوټ ولسوالي له سرحوزې سیمې څخه د ملي اردو څرخکې غوښتل چې محاصره شوي ماشومان او ښځې وژغوري.
دې سیمې ته دوې څرخکې استول شوې وې.
سره له دې چې هیلي کوپتر له الوتو لږ وروسته اور واخیست خو په دې پېښه کې څوک ژوبل نه شو.