تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوالې ادارې له معلوماتو سره سم، په یوه کال کې لږترلږه ۵۲ زره افغانان د زړه په ناروغۍ اخته شوي دي.

دې دوو روغتیايي ادارو پرون /شنبه/ د زړه د تاروغیو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په یوه کال کې ۵۲ زره افغانان د زړه په ناروغیو اخته شوي چې نیمايي یې روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د دې وزارت په وینا په دې شمېر کې ۱۰۳۹ تنه د پلازمېنې کابل اوسېدونکي ول.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي اسانتیاوو کموالی او د زړه د ناروغیو د متخصصو ډاکترانو کموالی په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې اصلي ستونزې دي.

هر کال په لسګونو زره افغانان د زړه او نورو ناروغیو د درملنې لپاره هند او پاکستان ته ځي او په سلګونو ملیون ډالره په درملنه لګوي.

په افغانستان کې اکثره روغتونونه اوکلینیکونه مجهز وسایل هم نه لري خو له دې سره سره خصوصي روغتونونه له ناروغانو زیاتې پیسې اخلي.

له دې سره سره په کابل کې د قلبي ناروغیو د انستیتیوت یو شمېر ډاکتران وايي چې په دې انستیتیوت کې د ورځې تر ۳۰ زیات د زړه ناروغان تداوي کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې استازي سوپریا وویل«د افغانستان په شان هیوادونو کې د زړه زیاتې لیدل کېږي: له همدې کبله د روغتیا نړیواله اداره هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرستې وکړي.»

د زړه د ناروغۍ په نښو پوهېدل او د کلسترول منظم کنټرول د زړه د ناروغیو له درملنې او د سکتې له مخنیوي سره مرسته کولی شي. په دې اړه نور معلومات په لاندې لینکونو کې ولولئ:

څنګه پوه شو چې د زړه په ناروغۍ اخته یوو؟ ډاکتر حامد

د زړه په ناروغۍ د اخته نښې او درملنه یې پوهنمله درانۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *