تاند- په پاکستان کې له ایډز سره د مجادلې اداره وايي چې په دې هیواد کې پر ایچ آی وي ویروسو د ککړو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
د ایکسپریس تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې هیواد کې په یوه کال کې د ایډز پر ناروغانو نژدې ۴۰ زره تنه زیات شوي او اوس په پاکستان کې د ایدز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۶۰ زرو اوړي.
په پاکستان کې تر ۶۰ زیات طبي ټیمونو د دغه هیواد په ۲۰ ښارونو کې د ایډز د ناروغانو په اړه څېړنې کړي او ورته ثابته شوې چې یوازې په یوه کال کې په دې ۲۰ ښارونو کې ۴۰ زره نور کسان په ایډز اخته شوي دي.
پر ایډز تر ټولو ډېر کسان په پنجاب ایالت کې اخته شوي دي.
پنجاب له یوې خوا د پاکستان تر ټولو ګڼ نفوسو ایالت دی او له بلې خوا په دې ایالت کې فحشا ته قانوني اجازه ورکړل شوې ده. فحشا د ایډز یا ایچ آی وي د خپرېدا یو علت ګڼل کېږي.
اوس په پنجاب صوبه کې رسماً ټولټال ۶۰ زره تنه په ایډز اخته دي خو ممکن تر دې څو برابره ډېر ایچ آی وي ولري.
ایډز په پرمختللیو هیوادونو کې کنټرول شوی خو په وروسته پاتې او بېوزلو هیوادونو کې مخ پر زیاتېدو دی.
له یوې پېچکارۍ څخه د څو تنو لپاره کار اخیستل په بېوزلو هیوادونو کې عامه چاره ده چې ایډز په اسانه خپروي.
که فحشا ته اجازه وی نو نو اسلام چیرته دی؟ نو هغه علمای شیطانی چیری دي چی په افغانستان کی جهاد غواړي؟؟