که د ۱۰ ملیونو په ارزښت سره زر مو په کور کې ښخ وي

تاند- د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې د امریکا د کلیفورنیا ایالت یوې جوړې په خپل کور کې د ۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت د سرد زرو سکې موندلي دي.

د سرو زرو کاروباریانو ویلي چې دا سره زر، چې د دې جوړې په کور کې ښخ ول، نادرې سکې دي.

د دوی په وینا د دغو سیکو، چې شمېر یې ۱۴۲۷ ته رسېږي، د ۱۸۴۷ او ۱۸۹۴ کلونو ترمنځ دي او هیڅکله چلن ته نه دي لوېدلې.

د دې معنا دا ده چې دا سکې له ضرب کېدو وروسته چلن ته نه دي راایستل شوي.

جوړه، چې نوم یې نه دی خپور شوی، وايي چې دا سکې یې تېر کال په اپریل میاشت کې په خپل کور کې د کیندونې په مهال وموندلې.

په لوېدیځو هیوادونو کې عموماً د داسي کسانو نومونه پټ ساتل کېږي څو امنیتي خطر ورته پېښ نه شي. په دغو هیوادونو کې د لاټرۍ د ګټونکي نوم هم پټ ساتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *