تاند- د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۳ تنه هغه مهال ووژل شول چې وسله والو طالبانو غوښتل په لوګر ولایت کې په یوه موټر کې بم یا چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لوګر ولایت چارواکو وویل د چاودنې په نتیجه کې د څو ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل، احتمالاً چاودنه د طالبانو په وسلو کې شوې ده.
د دروېش په ویناو داسي ښکاري چې طالبانو د حملې لپاره په موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کول چې په خپله پر دوی چاودلي دي.
د لوګر د امنیه قومندان مرستیال عبدالولي توفان فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، لومړني راپورونه وايي چې موټر د لوګر ولایت د مرکز پل علم په یوه کور کې چاودلی دی.
د والي ویندوی ښاغلی دروېش وايي چې په وژل شویو کسانو کې دوې ښځې، دوه ماشومان او ۹ تنه وسله وال سخت دریځي شامل دي.