تاند- څېړونکو د یاسمن تنباکو یا نیکوتینا په ګل کې یو نوی انتي بایټیک موندلی چې فنګسونه له منځه وړي.

د استرالیا د ویکتوریا ایالت د لا تروب (La Trobe) پوهنتون څېړونکي وايي چې د نیکوتینا یا یاسمن تنباکو په ګل کې یې داسې خاصیت او پپتیډ موندلی چې یو نوی انتي بایټیک ورڅخه جوړېږي.

 دا ګل، چې خلک یې په کورونو کې د سینګار او تزین لپاره ساتي، د عفونت په وړاندې د دفاع لپاره یو ډول فنګس ضد مالیکولونه تولیدوي.

د لا ټروب پوهنتون څېړونکي اوس په دې هڅه کې دي چې د انسانانو د عفونتونو د درملنې لپاره له دې ګله د انتي بایټیک په توګه کار واخلي.

ځینې عفونتونه د انتي بایټیکونو په وړاندې مقاومت ښيي او ځکه پکار ده چې نوي انتي بایټیکونه وموندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *