تاند- چینايي کمپنۍ (علي بابا) د خپلې ویبپاڼې له لارې په یوه ساعت کې د یو ملیارد ډالر معادل سودا پلورلې ده.
د میلادي کال د یوولسمې میاشتې یوولسمه په چین کې د مجرانو ورځ نومول شوې ده او په چینايي کالهینداره کې یې ۱۱/۱۱ لیکي.
د دې ورځې په مناسبت علي بابا شرکت هر کال ځانګړی تخفیف ورکوي.
علي بابا شرکت وايي چې د جره ګانو یا مجردانو د ورځې؛ یعني د نوومبر د یوولسمې په پیل کې یې په شاوخوا ۶۰ دقیقو کې د ۶۹ ملیارد ایوانو آنلاین سودا پلورلې ده چې دا په نړۍ کې په دومره لنډ وخت کې ساری نه لري.
تېر کال هم علي بابا ویبپاڼې په همدې ورځ ریکارډ سودا پلورلې وه خو سږ کال یې تر تېر کال پلورلې سودا په سلو کې ۲۱ زیاته ده.
په چین کې د مجردانو ورځ په ځانګړو مراسمو ولمانځل شوه او نامتو امریکايي سندرغاړې مارایا کیري کنسرت ورکړ.

علي بابا کمپنۍ وايي چې د چین په وخت د سهار تر ۱۰ بجو یې پلورلې سودا د ۲۰ ملیارد ډالرو معادل ایوانو ته ورسېده.
د علي بابا شرکت مشر او بنسټګر جک ما نومېږي. ده سږ کال اعلان وکړ چې راتلونکی کال به د علي بابا مشري پرېږدي. د ده له دې اعلانه وروسته د علي بابا شرکت د ونډو ارزښت ډېر ولوېد.