تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، په یو نیم کال کې به په کابل کې د برښنا د کموالي ستونزه یو مخ ختمه شي.

د برښنا شرکت چارواکي هیله لري چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه به له یوې خوا د ترکمنستان برښنا کابل ته راورسېږي او له بلې خوا به د نغلو په بند کې لمریزه انرژي فعاله شي.

د ترکمنستان برښنا نه یوازې د کابل د برښنا کموالی پوره کوي بلکې شاوخوا ۱۰ نور ولایتونه هم له برښنا برخمنوي.

په تېرو کلونو کې به یوازې په ژمي کې د کابل برښنا کمېده ځکه چې د تاجکستان او ازبکستان له لوري به یې صادرات لږېدل، خو سږ کال په دوبي کې هم ښاریان د کم برقۍ شکایت لري.

مخکې د برښنا شرکت ویلي و چې په کندوز کې طالبانو د برښنا څو ستنې ویجاړې کړي چې له کبله یې له دغه هیواده د برښنا په وارداتو کې ستونزې پېښې شوي دي.

د برښنا شرکت نوی رييس امان الله غالب د ناامنۍ ترڅنګ د اوبو په بندونو کې د اوبو کمېدا او د کابل ښاریانو له لوري د برښنا د مصرف زیاتوالی د ستونزې عوامل بولي.

کابل ښار ورځ په ورځ لویږي او له ناامنو ولایتونو ورته کډې راروانې دي.

د کابل برښنا شرکت ريیس مجیب الرحمن مومند وايي، اوس کابل ښار ۵۵۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري خو موجوده برښنا صرف ۲۶۵ میګاواټه ده. له دې برښنا څخه ۵۰ میګاواټه د نغلو له بنده ترلاسه کېږي.

د برښنا شرکت رييس ښاغلی غالب وايي، ناامنۍ د کابل او نورو ولایتونو د برښنا په پرچاوۍ کې مهم رول لري، هر څه موده وروسته د دولت وسله وال مخالفان یو نه یو ځای د برښنا مزي شکوي یا یې ستنې ویجاړوي خو حکومت په پام کې لري چې په ۵ کلونو کې هر ولایت ته جلا لمریزه برښنا برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *