ذبیح الله خورشیدي

ټاکل شوې د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې دویمه، خو پرلپسې درېیمه څلور اړخیزه ناسته د امریکا ، چین ، پاکستان او افغانستان ترمنځ جوړه شي.

تر دې مهاله د تېرو دوو ناستو مسایل په ټولیزه توګه نه دي معلوم شوي، خو په ظاهر په دې ناستو کې د سولې لارې په څرنګوالي بحث شوی هغه لار چې لا بنسټیزه شوې نه ده.

نن سبا سولې ته په مشروط ډول هیلې شته، خو د امریکا یي چارواکو او ولسمشر غني ورستیو څرګندونو دغه بهیر یو ځل بیا د کلکو پوښتنو سره مخ کړی.

امریکایان د داعش په پلمه بیا افغانستان ته د جګړې په پار راځي او دلته ځینې جګړه غوښتونکو د دوی راتګ ته په تیارسۍ دي په داسې حال کې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې امریکا د افغانستان جګړه ونه ګټله بلکې نوره یې هم پراخه کړخه.

ولسمشرغني تېره ورځ بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل که د سولې روانې خبرې اترې څه پایله ورنه کړي ښایي په راتلونکې کې جګړه نوره هم ګرمه شي.

پاکستان د یو داسې حرکت په لټه کې ده چې د سولې خبرې په څه ډول سبوتاژ شي او پیل شوې خبرې څنګه وننګوي.

اسلام اباد له کلونو را په دې خوا هڅه کوي خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د جګړې او تاوتریخوالي لاره جاري وساتي.

امریکایان چې په سیمه کې د روسې ویره لري د سولې خبرې ورته مهمې نه دي او هڅه کوي چې یا د پاکستان په وساطت او یا هم په ولسمشر غني یو ډول فشار راوړي چې د یو پلو د سولې خبرې ماتې شي او بل پلوه دوی په جګړه کې خپل سیالان مات کړي.

چین چې په دې خبرو کې مهم بلل کېږي په سیمه کې له امریکا سره اهداف یو دي او دوی هم نه غواړي میدان روسې ته پاتې شي.

زما له نظره په جګړه کې د سولې هر ډول خبرې ناکامه دي او هغه هیلې او باور چې اوس مهال ترلاسه شوی ښایي بل وخت ګران شي.

ښه خو داده چې په جګړه کې ښکیلې ډلې لومړی په یو احتمالي اوربند پرېکړه وکړي او وروسته د سولې لارې نقشه چې څرنګوالی نه دی جوت پلي کړي

له یوې خوا د سولې خبرې او د پلوه جګړه د سولې فرصتونه لمنځه وړي خو بې باورۍ ته سخت زیان اړوي.

اوس داسې ښکاري چې د سولې او پخلاینې په تړوا ترسره شوې ناستې پاستې یوازې تېر ایستل وو، خو په حقیقت کې مونږ یو بل نیابتي جنګ ته ټېل وهل کېږو هغه جنګ ته چې داځل به د داعش له لاسه ووهل شو.

په داسې وخت کې سیاستوالو ته په کارده چې پاکستان له ستوني ونیسي او په لوی لاس دغه خبرې له ناکامۍ سره مخ نه کړي.

په دویم قدم کې زمونږ سیاستول باید له ضد او نقیص خبرو لاس واخلي که د جګړې نه شي وتلی لاقل دې له خپلې خاورې جکړه بهر کړي.

د تل پاتې سولې په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *