له تېر یوه کال راهیسې غربیانو د خپلو شومو او منفي تبلیغاتو په کولو ۲۰۱۴ م کال پیل افغانستان لپاره په ټوله کې د کورنیو جګړو پیل، د مرستو بندول، د مخالفینو بیا حاکمېدل او د افغانانو لپاره تور تم بللی و.

پورته ګواښونه د امریکا له لوري د امنیتي او دفاعي تړون پرسر و، چې لا تر دې دمه ولسمشر کرزي ورسره نه ده لاسلیک کړې. ښاغلي کرزي ویلي دغه تړون به هله لاسلیکوي، چې له وسله والو مخالفینو سره رسمي خبرې پیل شي، د افغانانو پر کورنو د خپلسري عملیات بند شي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غربیانو لاسوهنه ترسره نه شي.

د کرزي په یادو شویو شرطونو کې یواځې د افغانانو پر کورونو د خپلسریو عملیاتو بندېدل بند شوي خو پاتې دوه نور شرطونه لا هم نه دي منل شوي چې خدای پوهیږي په دې به بیا څه چنې وهل کېږي.

په هر صورت امریکا او د هغه نړیوال ملګرو یاد ګواښونه په افغانستان کې د خپل اوږدمهاله شتون لپاره کول او لا هم یې کوي، ترڅو وکولی شي په دې تړون سره په سیمه کې د چین او روسیې په مقابل کې خپل نفوذ پراخ او دلته په سیمه کې په پرتو هېوادونو کې خپل راج وچلوي.

په تېره یوه نیم میاشت کې کابل د امریکا د څو لوړپوړو چارواکو د راتګ کوربه و، او دې چارواکو په خپلو خبرونو او مرکو کې پر افغان حکومت ډول ډول فشارونه راوړل ترڅو تړون لاسلیک کړي، خو ولسمشر کرزي خپلې پښې په یوه موزه کې کړي او ټینګار کوي، چې لومړی دې د دې شرطونه ومنل شي نو بیا یې لاسلیک کوي.

امریکا د امنیتي او دفاعي تړون د نه لاسلیک کېدو په غبرګون کې افغانانو ته د څو مهمو خطرونو د پېښېدو ګواښ کړی، چې داسې ښکاري دغه روانه جګړه په خپله د امریکا یوه لویه لوبه ثابتوي.

امریکا وايي که تړون لاسلیک نه شي له ۲۰۱۴ کال وروسته ټول بهرني ځواکونه وځي، افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېلیږي، مرستې بندیږي، وسله وال مخالفین بیا حاکمیږي، دا کیږي هغه کیږي، داسې به وکړو او هغسې به وکړو او نور نور……

خو افغان حکومت په سړه سینه د دغو ګواښونو پر وړاندې نرمه لهجه کارولې او ولسمشر کرزي ویلي چې دغه کال افغانستان لپاره د نوي پسرلي کال پیل دی او له افغانانو یې هیله کړې چې هیڅ هم نه پېښیږي او د امریکا په وتلو سره هغه پخوانۍ کورنۍ جګړې چې د تنظیمونو وې او له بهره تپل شوې وې نه تکراریږي.

په حقیقت کې امریکا ۲۰۱۴ م کال د افغانانو لپاره د مرګ، وحشت، ولږې، تندې، کډوالۍ، احتیاج او نور بلل خو نن چې د ۲۰۱۴ م کال لومړۍ ورځ تر دې دمه خو د الله په فضل خیر خیریت ده، هر څه د پخوا په څېر عادي روان دي.

ولسمشر په ارګ، وزیر په وزارت، رییس په ریاست، آمر په امریت، مدیر په مدیریت، استاد په پوهنتون او ښوونځي، دکاندار په دکان، ډریور په موټر، بزګر په کرونده او په ټوله کې افغانان د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو په موخه په خپلو کارونو پسې روان دي او د الله تعالی له اجله پرته هیڅوک هم نه دي مړه شوي.

دا د الله تعالی فضل او کرم ده چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې هم ژوندي یو او له دې وروسته به هم د الله په توکل ژوندي یوو، کار به کوو، هلې ځلې به کوو، ترڅو موافقین او مخالفین سره په ورین تندي افغانستان له دې خطرناک او محتاجه حالت وباسي او د یو داسې تمدن او پرمختګ پر لور روان شو چې نه مو څوک په ۲۰۱۴ وګواښي او نه مو څوک په ۴۰۱۴ م کال.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “په ۲۰۱۴ کال کې لا هم ژوندي یو!/ ابوبکرجبارخېل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *