سرچينه: نړيوال بانک

نړیوال بانک هرکال یو راپور وړاندې کوي چی د هغه پراساس په ۱۸۹ هیوادونوکی دسوداګرۍ آسانتیاوی پرتله کیږی.په دې راپور کې ۹۶۰۰ کارپوهان د ۱۸۹ هیوادو څخه ګډون کوي تر څو په دې هیوادونوکی دکوچنیو اومتوسطو پانګونو په مخ کې  پرتې ستونزې او آسانتیاوې پرتله کړي. سنګاپور لومړی، هانګ کانګ دویم،  نیوزیلاند درېیم امریکامتحده ایالاتونه څلورم، ډنمارک او مالیزیا اونور ددې درجه بندۍ په سرکې راځي چې هلته سوداګري کول ډېرآسانه دی.

 افغانستان د نړیوال بانک په دې راپور کې ۱۶۴ ځای لري او د تېرکال په پرتله یې ځای ۶ درجې رامخ ته شوی  دی، په یوه هیواد کې  د دوامدارې، بریالۍ او واقعي سوداګرۍ لپاره لس فکتورونه ډېر ضروري دي، چې د هغو پراساس دسوداګرۍ پر وړاندې آسانتیاوې درجه بندي کیږي، دا فکتورونه په لاندې ډول دي:

۱- د سوداګرۍ پیلول:

په قانوني توګه د سوداګرۍ پیلول څلور ورځې وخت نیسی او ۳ پروسیجرونه یا طرزالعملونه طی کول غواړي، حال دا چې په جنوبی آسیا کې  د سوداګرۍ د پیلولو لپاره ۷ پروسیجرونه یا طرزالعملونه باید ترسره کړل شي. دا مرحله د سیمې په کچه ډیره ښه ده او د یادونې وړمثبت تغیر په کې راغلی دی.

۲- د ساختمان اجازه:

د ساختمان یا ودانۍ جوړولو په پړاو کې د شاملو پروسیجرونو یا طرزالعملونو، وخت او قیمتونه په نظرکې نیول کیږی.

په افغانستان کی ۱۲ پروسیجرونه او ۳۳۴ ورځې او ډیرو مصارفو ته اړتیا شته چې د ودانۍ اجازه تر لاسه شي. حال دا چې په جنوبی آسیا کې د ۱۶ مراحلو پوره کول لازمي دي. په دې کي هم د یادونې وړمثبت تغیر راغلی دی.

۳- برېښناترلاسه کول:

  باوري، ارزانه او کافي اندازه برېښنا ته لاسرسی د تولید، سوداګرۍ او معیاري ژوند لپاره لازمي او ضروري ده. د برېښنا دعرضې لپاره مخ په ودې هیوادونه د خودکفایي لپاره ډېرې هلې ځلې کوي. په افغانستان کې برېښنا ته لاسرسی ډېر سخت دی، ۴ پروسیجرونه، ۱۰۹ورځې او زیات مصارف په برکې نیسي، خو دا بیا په جنوبي آسیا کی ۶ مراحل او۱۴۵ورځې په برکې نیسي.

۴- د ملکیت ثبتول:

د مځکې رسمي ثبتول د مځکې د اداره کولو یو اساسي رکن دی، که د مځکې خرڅول او رانیول په رسمي ډول ډېرګران شي نو خلک و غېر رسمي لارو ته میلان پیداکوي. د مځکی ثبتولو لپاره باید ۹ پروسیجره او ۲۵۰ورځې طی شی او د ملکیت د ارزښت ۵٪ باید مصرف شی. په دې فکتور کې هم د پخوا په پرتله لږ پرمختګ شوی دی.

۵- د پورترلاسه کول:

د هرې سوداګرۍ د پیل، دوام او بقا لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی حیاتي رول لري. دکابل بانک له موضوع راهیسې د سوداگرو. پانگوالو اوعامو خلکو په ذهنونوکې ډېره بې باوري پیدا شوې ده. خو د ۲۰۱۴ کال لپاره په دې برخه ډېر پرمختګ شوی دی.

۶- د سرمایه دارساتنه (امنیت):

داخلي امنیت او ثبات د داخلي اوخارجي پانګې اچونې لپاره تر ټولو اړین دی، کله چې د پانګوالو سر او مال خوندي نه وي نو هغوی پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي. دافغانستان لپاره تر ټولو جدي ګواښ د امنیت نه شتون دی او په دې برخه کې  د ۲۰۱۴ کال په نوې درجه بندي کې نوی تغیر نه لیدل کیږی.

۷- د مالیو تحویل

مالیې د دولت لپاره ډېرې اړینې دي،  دولت د زېربیناوو د جوړولو او برارولو لپاره د خلکو څخه یوه مشخصه اندازه مالیه ټولوي. دمالیو اندازه او د راټولولو تګلاره باید ساده او اسانه وي. که چیرې د مالیاتو اندازه لوړه او د تحویلولو پروسیجر یې مغلق وي نو بیا خلک خپله دارایي او عواید پټوي او د مالیو تحویل ته زړه نه ښه کوي. په دې برخه کې افغانستان نسبتا ښې لاسته راوړنې لري. په افغانستان کې  د شرکتونو مالیه په منځني ډول ۲۰ سلنه ده او دا اندازه په سهیلي آسیا کې ۳۳ سلنه ده، د۲۰۱۴ کال لپاره  د مالیو دتحویل رژیم ۳ درجې شاته تللی دی.

۸- بهرنۍ سوداګري:

په ننۍ جهانشموله نړۍ کې د هیوادونو تر منځ آسانه سوداګري ډېره اړینه ده. ډېر شمیر اسناد غوښتل، ډېر ګمرکي محصولات او طرزالعملونه او غیرې موثري زېربناوې د سوداګرۍ بیه لوړوي او د صادراتو او وارداتو قیمتونه لوړوي.

که یو سوداګر غواړي د افغانستان څخه یو شی بهرته صادرکړي، نو باید د یوه کانتینر لپاره لس ډوله اسناد طی او ۸۱ ورځې انتظار وباسي. د دې تر څنګ د یوه کانتینر د صادرولو لپاره ۴۶۴۵ ډالره لګښت راځي چې په جنوبي آسیا کي دغه لګښت ۱۷۸۷ ډالره دی او۳۳ ورځې وخت نیسي.

همدارنګه د یوه کانتینر دواردرلو لپاره ۱۰ ډوله اسناد، ۸۵ ورځو او ۵۱۸۰ ډالروته ضرورت شته، چې په جنوبي آسیاکې دغه لګښت ۱۹۶۸ ډالره کېږي او ۳۵ ورځې وخت نیسي. په دي برخه کې د افغانستان ځای ۳ درجې شاته تللی دی یانې -۳ درجې يې پرمختګ کړی دی.

۹- د قراردادونو اجرا:

ښه اوفعاله محاکم اوموثرقضایي سیسټمونه د سوداګرۍ په پراختیا کې‎ ډېره مرسته کوي، کله چې قراردادونه په موثره توګه نه اجراکیږي نو خلک یوازې له ملګرو اوکورنۍ سره سوداګري کوي. ځکه چې دولت د هغو مشکلات نه شي حلولای، په دې عرصه کې هم  مثبت تغیرات ترسترګوکېږي.

۱۰- د تنګلاسۍ اوډیوالیتوب حلول:

د یوې سوداګرۍ دوام، کښته بیه او چټک حرکت د ښه اقتصاد خاصیتونه دي، تنګلاسي داسې یوحالت دی چې کله سوداګر نه شي کولای خپل پورونه ادا کړی، یا د سوداګرۍ لپاره شیان رانیسي. د تنګلاسي په حلولوکې وخت او د تنګلاسۍ او ډیوالي کیدا مصارف  په نظر کې نیول کیږي. په افغانستان کې د ډېوالیتوب حل ۲ کاله نیسي او په جنوبي آسیا کې ۳ کاله وخت نیسي. د تنګلاسۍ او ډیوالي کېدو په حلولوکې افغانستان د۲۰۱۴ کال لپاره د پام وړتغیرات راوستي دي.

په لاندې جدول کې د افغانستان په سوداګرۍ کې راغلي تغیرات څرګندیږي: (جدول کلیک کړئ چې لوی شي)

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *