د هري پاتر پنځوونکې جې کې رولینګ د ۲۰۱۷ تر ټولو شتمنه لیکواله
تاند – د هري پاتر لیکواله یو وار بیا د عاید له پلوه د نړۍ ډېره شتمنه لیکواله وپېژندل شوه.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، وروسته له دې چې رولینګ (Harry Potter and the Cursed Child) ولیکه، ۹۵ ملیون ډالره یې وګټل.
له دې وروسته په روان ۲۰۱۷ کې امریکايي لیکوال جېمز پیټرسن زیاتې پیسې ګټلې دي. پیټرسن ته سږ کال تراوسه پورې ۸۷ ملیون ډالره په لاس ورغلي دي.
د هغه لیست له مخې چې فوربس مجلې په ۲۰۱۷ م کال کې له لیکوالۍ څخه د زیاتو پیسو د ترلاسه کوونکو لیکوالانو په اړه خپور کړی دی، د هري پاتر لیکوالې رولینګ یو وار بیا د ډېرو پیسو په ګټلو کې لومړی مقام ګټلی دی.
رولینګ نژدې ۱۰ کاله پخوا د هري پاټر د جادويي کیسو له کبله لومړی مقام درلود خو په تېرو لسو کلونو کې یې نوی اثر نه و کښلی.
د نړۍ د ډېرو عاید لرونکو لیکوالو په لیست کې د لیکوالو چاپي، الیکترونیکي (اي بوک) او صوتي کتابونه په نظر کې نیول شوي او حتي د لیکوالو هغه عاید هم حساب شوی چې له تلویزیونونو، فلمونو او نندارو څخه یې ترلاسه کړی دی.
د دې فهرست پر اساس مېرمن رولینګ ۹۵ ملیون ډالره ګټلي؛ یعنې دې په یوه کال کې هره دقیقه ۱۸۰ ډالره ګټلي.
«هري پاټر او رټل شوی ماشوم» کتاب سبب شو چې د رولینګ عاید ناببره دومره زیات شي.
دا کتاب تېر دوبی خپور شو او په لومړیو درې ورځو کې یوازې په بریتانیا کې ۶ لکه ۸۹ زره ټوکه وپلورل شو.
دا له هري پاټر وروسته په دومره لنډ وخت کې تر ټولو زیات پلورل کېدونکی کتاب ګڼل کېږي.
د ډېر عاید له درکه سږ کال درېم ځای د امریکايي لیکوال جیف کیني دی. د فوربس د معلوماتو پر اساس دې لیکوال ۲۱ ملیون ډالره عاید ترلاسه کړی.
څلورم ډېر عاید لرونکی لیکوال دین براون دی چې سږ کال یې ۲۰ ملیون ډالره ګټلي دي.
د ډاروونکو اثارو پنځوونکی سټیون کینګ ۱۵ ملیونه او جان ګرشم، چې جنايي او حقوقي لیکنې کوي، ۱۴ ملیون ډالره ترلاسه کړي دي.
د مېرمن رولینګ د وروستي اثر په اړه