تاند- ملګرو ملتو نن /یکشنبه/ د افغانستان د مخدرو موادو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د وسله والو طالبانو د نفوذ د ساحو له پراختیا سره د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید هم تر ټولو لوړ حد ته زیات شوی دی.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د سروې له مخې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه په سلو کې ۱۰ زیاته شوې یعني پر ۲۰۱۰۰۰ هکتاره مځکه کرل شوي دي.
د ملګروملتو د مخدرو موادو او جرمونو د ادارې (UNDC) اجرايي رييس یوري فیدوتوف په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
«سروې ښيي چې د مخدرو موادو او غیرقانوني کښت په وړاندې مبارزه کې شاتګ شوی دی.»
فیدوتوف همداراز ویلي، حکومت په ډېرو سیمو کې، چې کوکنار پکې زیات کرل شوي یا کرل کېږي کنټرول له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د کوکنارو کښت پراخ شوی او نویو سیمو ته غځېدلی دی.
راپور د فېدوتوف د روانې میاشتې د لومړیو څرګندونې تایید کړي چې ویلي یې و په ۲۰۱۶ کې د کوکنارو تر کښت لاندې مځکه ۲ لکه هکتارو ته ډېره شوې ده چې دا په تېرو درو کلونو کې تر ټولو زیاته ساحه ده.
فیدوتوف دا خبره د اکتوبر په څلورمه د افغانستان په اړه د بروکسل په کنفرانس کې کړې وه.