تاند- د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر پرون /شنبه/ وویل چې د سږ کال له جنورۍ څخه د روان سپټمبر تر لومړۍ پوري د دې ادارې په مرسته له پاکستان څخه یولکو ۱۴ زره ۳۳۹ تنه راجستر شوي افغان مهاجر افغانستان ته ستانه شوي دي.
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو د چارو افغان اتشې عبدالحمید جلیلي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا دوه لکه افغان کډوال افغانستان ته بېرته تللي دي.
ښاغلي جلیلي ازادی راډیو ته وویل چې د بېرته ستنو شویو افغان کډوالو نیمايي راجستر شوي کډوال دي.
جلیلي همداراز وویل چې له ټولو ستنېدونکو کډوالو سره مالي مرسته کېږي او حکومت ژمنه ورکړې چې د هستوګنې لپاره به نومرې ورکوي.
له پاکستانه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ وروسته له دې تېزه شوه چې پاکستان پر افغان مهاجرو فشار زیات کړ.
پاکستان د سږ کال د دسمبر ۳۱ مه په خپله خاوره کې د افغان مهاجرو د اوسېدو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه خو د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د درې اړخیزو خبرو په نتیجه کې موافقه وشوه چې دا ضرب الاجل ۳ میاشتې نور اوږد کړي.