تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د سیګار تازه درې میاشتنی راپور ښيي چې افغان هوايي ځواکونو د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې خپلې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړې دي، چې له کبله یې په الوتنو کې څلورمه برخه کموالی راغلی دی.

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار ویلي، په دې سره د افغانستان په هوايي ځواک کې ۸ سلنه کموالی راغلی دی او دوی ته دا خبره د امریکايی روزونکو لخوا شوې ده چې افغان ځواکونو خپلې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړې دی چې ۶ په کې روسي ساخت له کاره لویدلې الوتکې دي.

راپور وايي، له کاره لویدلو روسي څرخکو کې ایم ای ۱۷ الوتکې یا له پخوا زیانمنې وې یا بیخي له کاره لوېدلې دي.

همدا راز نوې ایم ډي ۵۳۰ څرخکې هم شته چې افغان ځواکونو له لاسه ورکړې دي او د مارچ د میاشتې تر وروستیو پورې د راپور له مخې افغان ځواکونو سره ۱۵۴ الوتکې پاتې وې.

راپور همدا راز ویلي، د تېرکال د همدې میاشتو په پرتله سږ کال د کورونا زیاتېدو او د طالبانو لخوا د بریدونو په برخه کې د کموالي له کبله د افغان هوايي ځواکونو الوتنې هم ۲۶ سلنه راکمې شوې دي.

 راپور زیاتوي افغان ځواکونو همدا راز د مارچ تر اخره پورې سږ کال ۵۲۸ عملیات کړي دي، چې د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي او دا ځل له نیمايي زیات عملیات افغان ځواکونو له مرستندویه بهرني ځواک پرته ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته پر افغان ځواکونو نږدې ۳۰۰۰ بریدونه کړي او دوی له ډېر مجبوریته د ځینو بریدونو دفاع کړې ده.

 په همدې حال کې دامریکا د دفاع وزارت ویاند جوناتن هافمین تېره ورځ وویل، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له روان تاوتریخوالي راضي نه ده او که اړتیا شوه امریکا به د غچ اخیستلو لړۍ ته دوام ورکړي.

بلخوا طالبانو ویلي، له افغان حکومت سره کومه هوکړه نه لري او بریدونه به یې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *